کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ د ولسمشر محمد اشرف غني په پرونیو څرګندونو لیکنې او تبصرې کړې دي.
سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپانې د و لسمشر له قوله لیکلي؛ سر له ننه د وزارتونو مرستالان سرپرستان دي.
وړاندې په ورځپاڼه کې راغلي؛ له دوو ترڅلورو اونیو پورې به نوې څېرې د وزیرانو په توګه ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره معرفي کیږي.
د همدې ورځپانې د سرمقالې عنوان دی” د ناهیلۍ د کمولو لپاره د ولسمشر ناکامه هڅه”.
د سرمقالې د لیکوال په باور، پرون ولسمشر او اجراییوي رییس په خپلو څرګندونو کې ملت ته داسې ښکاره کوله چې ګواکې د دوی ترمنځ ستونزې وړې دي.
د لیکوال په اند، افغانان نور پوهه شوي خبرو ته نه عمل ته ګوري او د مشرانو هرګام ولس د ناهیلۍ لوري ته بيايي؛ مشران باید په کړیو ژمنو عمل وکړي.
ویسا:
بلې خپلواکې ورځپاڼې ویسا د ولسمشر د ویاند له قوله لیکلي؛ نوی وزیران به نوې څېرې وي او په کابینه کې به څلور ښځینه وزیرانې هم وي.
همدې ورځپانې لیکلي، د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه ته به عبدالله عبدالله او د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست ته به اشرف غني کسان معرفي کړي.
کابل چاپ نورو ورځپاڼو په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په وروستیو حملو او ناامنیو لیکنې او تبصرې کړې دي.
محور:
محور خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي؛ د افغان چارواکو سولېدلی سیاست نور له کاره لوېدلی؛ حکومت باید خپل دریځ ته بدلون ورکړي او که دریځ ته بد لون ورنه کړي؛ وژنې، چاودنې او ورانۍ به هره ورځ د افغان وګړو ژوند اخلي.
د لیکوال په باور، له بل لوري په کار ده چې د امنیتي چارواکو په کچه حکومت باید ژور بدلون رامنځ ته کړي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپانې لیکلي د حکومتي ناکام چارواکي دې له جنرال ظاهر نه زده کړي.
د لیکوال د معلوماتو له مخې اوس هم په وزارتونوکې داسې کسان شته چې په خپلو کارونو کې ناکام دي او په ځان یې هم نه راوړي؛ خپلې چوکۍ یې ټینګې نیولې دي.
هېواد:
په پای کې هېواد دولتي ورځپانې په خپلې سرمقالې کې لیکلي؛ جنرال ظاهر ځکه استعفا وکړه چې په خپلو کارونو کې پاتې راغلی و.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي؛ حکومت به د چارو د سمون لپاره به ډېر ژر د کابینې یوه برخه اعلام کړي.