وروسته له هغه چې د كابل د امنيې پخواني قوماندان جنرال ظاهر ظاهر استعفا وكړه د كورنيو چارو د وزارت لخوا جنرال عبدالرحمن رحيمي پدې پوست وګمارل شو. رحيمي تر دې وړاندې د بلخ د ولايت د امنيې د قوماندان په توګه دنده اجرا كوله. د كابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت ستانكزي ويلي وو چې ښاغلي ظاهر خپله استفعا شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د كورنيو چارو وزارت ته وړاندې كړې وه.
ويل کېږي چي پر نوموړي دتېرو څو اوونيو نا امنيو له کبله فشار وو او هغه دې اړ ايستل سوى چي استعفاء ورکړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه