کور / تازه خبرونه / د امنیتي سند له برکته کابل د جنګ په لومړۍ کرښه بدل سوی

د امنیتي سند له برکته کابل د جنګ په لومړۍ کرښه بدل سوی

کابل چاپ ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ په کابل ښار کې د وروستیو حملو او کابینې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي؛ له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند له برکته کابل د جګړې پر لومړۍ کرښه بدل شوی.

همدې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې؛ په افغانستان او په ځانګړې توګه د کابل په ښار کې د وروستیو ناامنیو پوښتنه باید له چا وشي؟

سرمقاله لیکوونکي خپلې پوښتنې ته ځواب ویلي او وړاندې لیکلي، د کمزورې او غیر مسلکي رهبرۍ له امله په کابل ښار کې یادې ستونزې راپیدا شوې او بله اساسي ستونزه دا ده چې زموږ امنیتي ځواکونه لاهم خپله دندې نه پېژني.

لیکوال وړاندیز کوي، افغان حکومت د دې ډول حملو د مخنیوي لپاره کارنده امنیتي پالیسي جوړه کړي او دویم دا چې د امنیتي ځواکونو په چارواکو کې پراخ مثبت بدلونونه راولي.

ویسا:

بلې خپلواکې ورځپاڼې ویسا هم په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې؛ ایا افغانان همدې ړوندو حملو ته لاس تر زنې کېني چې ترڅو یې د مرګ وار راورسېږي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي؛ افغانان باید دې وضعې پرخلاف خامخا جدي غبرګون وښيي.

د لیکوال په باور، ښايي تر ټولو مناسب او معقول غبرګون همدغه وي چې حکومت دې د روانې بې تعریفه جګړې څرنګوالی او زموږ د نږدې یو درجن ستراتیژیکو دوستانومسوولیت اودریځ معلوم کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپانې لیکلي، طالبان اسلامي احکامو ته پوره درناوی نه کوي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، اسلام د سولې، نرمي او اعتدال دین دی او تاوتریخوالی تل غندی.

همدې ورځپاڼې د ولسي جرګې د غړي نادرخان کټوازي له قوله لیکلي؛ انتحاریان او چاودېدونکي مواد د دولتي چارواکو له خوا هېواد ته را وړل کیږي.

ملي ارمان ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي؛ د کابینې کلیدي غړي د لندن له کانفرانس وړاندې اعلانیږي.

انیس:

انیس ورځپانې په خپلې سرمقالې کې لیکلي؛ د وزیرانو په ټاکلو کې باید له دقت کار واخیستل شي.