د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چي وسله والو مخالفينو تېره ورځ پر کندهار هوايي ډګر شاوخوا ۱۱ توغندۍ توغولي، خو کوم زيان يې نه دی اړولی.
د کندهار د پولیسو مطبوعاتي دفتر وايي، چي ياد توغندي د دامان ولسوالۍ د اړوند سيمو څخه توغول سوي او د کندهار هوايي ډګر پر هغه برخو نښتي، چي بهرني ځواکونه پکښي نژدې اوسي.
په کندهار هوايي ډګر وړاندي هم ورته بريدونه کېدل، خو په دې وروستيو کي هلته د بهرنيو ځواکونو د شمېر د کموالي سره دغه بريدونه لږ سوي وه.
د يوه بل خبر له مخي د کندهار په ميوند ولسوالۍ کي دوه وسله وال په خپل ماين چاودنه کي وژل سوي دي.
امنيتي سرچينې وايي، چي يادو مخالفینو په خټه کاريز سيمه کي ماين ښخاوه، چي پرې وچاودېد.
دا په داسي حال کي ده، چي تېره ورځ د سپين بولدک ولسوالۍ به جنګل سيمه کي هم وسله والو او سرحدي پولیسو نښته کړې وه، خو تلفات يې نه درلودل.