کور / تازه خبرونه / ستانکزی: د سولي لپاره بايد جدي هڅي وسي

ستانکزی: د سولي لپاره بايد جدي هڅي وسي

د افغانستان د سولي عالي شورا د دارلانشاء عمومي رئيس معصوم ستانکزي کندهار ته د خپل سفر پر مهال وويل سولي ته بايد جدي کار وسي.

نوموړي چي کندهار ولايت ته يې سفر کړی دی، په داسي حال کي د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا سره وکتل، چي د کندهار د سولي د شورا رئيس حاجي عطا محمد احمدي او يو شمېر نور غړي هم حاضر ول.

په ليدنه کي دواړو لورو په کندهار کي پر امنيتي مسايلو ، د کوکنارو د مخنيوي او د سولي د پياوړتيا په موخه خبري وکړې ، چي څه ډول کېدای سي ددولت وسلوال مخالفين سولي ته حاضر او له ورور وژني يې را وګرزوي .دشنبې ورځي په ليدنه کي د سولي د عالي شورا رئيس معصوم ستانګزي د کندهار ښار امنيت د پخوا په پرتله ښه وباله او زياته يي کړه ، په هغو سيمو کي ، چي د دولت او خلګو ترمنځ همږغي زياته وي نو امنيت يې هم قايم وي .هغه زياته کړه ، چي دکندهار امنيت ددې څرګندونه کوي ، چي دلته دولت دخلګو او خلګ د دولت سره پوره همږغي لري ، ځکه يې نو امنيتي چاري تر بل هر ولايت ښه ساتلي او په ګډه يې د وسلوالو ترهګرو د ترورستي بريدونو مخه نيولې ده .هغه دغه راز زياته کړه ، هغه زندانيان ، چي دکندهار دمرکزي زندان دماتېدو پرمهال تښتېدلي او دامهال يې په وسلوال مخالفت لاس پوري کړی ، دوسيې يې بايد دقضايي ارګانونو له خوا په غور وڅېړل سي ، څو هغه چي بېګناه زندان ته اچول سوي وو ، دوسيې يې خلاصي او دسولي دپروسې سره يې يو ځای کړي .

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا هغوئ ته دښه راغلاست ترڅنګ سوله اړينه او بلل او زياته يې کړه ، چي په دې برخه کي ډېر کار ته اړتيا ده ، څو وسلوال مخالفين سولي ته حاضر کړي .ښاغلي ويسا دغه راز زياته کړه ، چي دوئ په کندهارکي د کوکنارو دکښت مخه هم نيولي او هيڅ چاته به ددې اجازه ورنه کړي ، چي کوکنار وکري .دده په وينا دکندهار په ګاونډي ولايت هلمند کي دکوکنارو کښتونه کيږي ، چي وسلوال مخالفين ځيني پيسې په لاس راوړي او وروسته يې ددولت پرضد په وسلوال مخالفيت کي لګوي .دده په وينا دهلمند ولايت امنيتي مسؤلين بايد دکوکنارو د مخنيوي په برخه کي کوښښ وکړي ، څو د وسلوالو مخالفينو مالي سرچينې وچي او سولي ته غاړه کښيږي .وروسته په غونډه کي دسولي دعالي شورا د دارالانشامشر معصوم ستانګزي وويل ، چي يادي ستونزي يې دځآن سره ياداښت کړي او په دې برخه کي به د مرکز سره په مشوره لازمي پرېکړي وکړي.