کور / تازه خبرونه / اولسمشر غني او عبدالله د کابینې د نیم په نیمه ویش پر سر جوړ جاړي ته رسیدلي

اولسمشر غني او عبدالله د کابینې د نیم په نیمه ویش پر سر جوړ جاړي ته رسیدلي

د کابینې د نیم په نیمه ویش پر سر د ولسمشر او اجرایه رییس تر منځ جوړجاړی او د مشرانو جرګې له خوا د کابل واشنګتن د امنیتي تړون له تاید څخه د ولسمشر غني هرکلی هغه څه دي چې د کابل چاپ په نننۍ ورځپاڼو کې ورته ځای ورکړل شوی دی.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې ولسمشر او اجرایه رییس ته د یوې نېږدې سرچینې له قوله لیکلي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه رییس عبدالله عبدالله د کابینې د نیم په نیمه ویش پر سر جوړ جاړي ته رسیدلي دي.

د سرچینې په وینا، یو شمېر دغه کسان به د نوماندو وزیرانو په توګه د لندن په کنفرانس کې ګډون وکړي.

محور:

دغه شان د محور ورځپاڼې په لومړي مخ کې هم حکومت ته د یوې نېږې سرچینې له قوله لیکل شوی چې د لندن تر کنفرانس د مخه به د نوې کابینې یو شیر غړي اعلان شي.

د لیکوال په وینا، ولسمشر او اجرایه رییس ډواړه هڅه کوي چې د لندن تر کنفرانس د مخه د نوط کابینې یو شمېر غړي معرفي کړي.

په ورځپاڼه کې لیکل شوي چې د کابینې د اعلان په اړه د دواړو مشرانو لیدلوری سره نېږدې شوی دی.

انیس:

د انیس دولتي ورځپاڼې په لومړي مخ کې بیا لیکل شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د مشرانو جرګې له خوا د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون د تاید هرکلی کړی دی.

ورځپاڼې د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر له قوله لیکلي دي چې ولسمشر ویلي؛ د دغه تړون تاید به د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو په برخه کې ګټور تمام شي.

ورځپاڼه وايي چې د دغه سند له مخې به افغان امنیتي ځواکونه د ټول هیواد امنیتي چارې سمبال کړي.

هېواد:

دغه شان د هیواد ورځپانې په لومړي مخ کې هم همدې موضوع ته پام شوی او د مشرانو جرګې له خوا یې د دغه سند د تاید په اړه د ولسمشر د هرکلي خبره کړې ده.

په ورخپاڼه کې راغلي چې د دغه سند په تاید سره به د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړي کولو او تجهیز په برخه کې مثبت ګامونه پورته شي.