کور / تازه خبرونه / نايجريا کي ۱۲۰ تنه وژل سوی او ۲۷۰ ټپيان سوي

نايجريا کي ۱۲۰ تنه وژل سوی او ۲۷۰ ټپيان سوي

د نايجريا په شمال کي د يوې چاودني وروسته وسله والو شاوخوا ۱۲۰ تنه وژلي او ۲۷۰ نور يې ټپيان کړي دي.
ويل کيږي، چي په بريد کي ۱۵ وسله والو برخه اخيستې وه، چي له ډلي يې څلور تنه خلکو نيولي دي، خو پاته يې تښتېدلي دی.
که څه هم تر اوسه ددې بريد مسوليت کومي ډلي په غاړه نه دی اخیستي، خو شواهد ښيي، چي ددې بريد تر شا د بوکو حرام د افراطي ډلي لاس دی.

د بريد کوونکي اصلي هدف د محمد سانوسی او امير کانو په نوم د نايجريا د مسلمانانو دوه مشهور مشران وه، چي ددغه جومات امامت پر غاړه لري.

محمد سانوسي د نايجريا له اوسېدونکو غوښتي وه، چي د بوکو حرام د سخت دريځي ډلي پر ضد وسله واخلي.

د نايجريا شمال ختيځ ښار مايدوګوري د سې شنبې په ورځ د دوو ځانمرګو بريدونو ښکار سو، چي له امله يې ۴۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.

د بوکو حرام ډلي په تېرو پنځو کلونو کي شاوخوا ۱۳ زره کسان وژلي او يو نيم ميليون وګړي يې بې کوره کړي دي.