د ۲۱۵ میوند قول ادرو د دوهمي پلي لوا قوماندان جنرال حیات الله حق وايې جنګ له سهاره راهیسي پیل سوي،چي پر نهه بجو پای ته ورسېد
ښاغلي حق وویل،چي جګړه د سنګین بازار ته څېرمه د مجید چوک په سیمه د ملي اردو پر یوه مرکز روان دئ ،چي پنځه سرتېري وژل سوي او یو شمېر ټپیان دي
هغه وايې په برید کي ۱۲ وسلوال هم وژي خو د ټپیانو دقیق شمېر ندي معلوم
دملي اردو يوه مسئول دنامه نه ښودلو په شرت ویلي چي ۱۲ نفره مړه او پنځه نور نادرکه سوي دي.
تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې اړه کوم څه ندي ويلي