کور / نوميالي / د پښتو په فلكلوري نكلونو كي د فتح خان بړېڅي نكل( جـــهاني )

د پښتو په فلكلوري نكلونو كي د فتح خان بړېڅي نكل( جـــهاني )

 ليکوال، تاريخ ليکونکی ، شاعر او اديب عبدالباري جهاني


فتح خان بړېڅی:


یوه له هغو کیسو څخه ده چي ډېرو زیاتو تاریخي او اجتماعي پېښو ته اشاره پکښي سوې ده. په کلا بست کي د بړېڅانو پاچهي، په هندوستان کي د مغول شمس الدین پاچهي، د مغولو او پښتنو ترمنځ جنگونه او د هغوی ترمنځ زړه د ښمني د دغه نکل تاریخي اړخونه دي او ښایي د دغو حوادثو ذکرېدلو دې نکل ته داسي بڼه ورکړې وي چي ډېر زیات خلک هغه ته د فوکلوري نکل په سترگه نه بلکه د یوه تاریخي حقیقت په سترگه گوري.


فتح خان بړېڅی د بست د پاچا اسلم خان نازولی زوی دی چي د خپل پلار سره  پر ډېره عادي خبره خوابدی کېږي او د خپلو ورسره نهه پنځوسو بړېڅو یارانو او خپلي معشوقې رابیا سره د هند پر لور خوځېږي. د فتح خان ماجراغوښتونکى ملگری، کرم خان یا د نکل په اصطلاح کرمی، په هندوستان کي داسي کارونه کوي چي په لوی لاس د هغه ځای مغول پاچا شمس الدین د ځان سره مخالف کوي او د جنگ میدان ته یې راباسي. بالاخره د فتح خان بړېڅي ټول یاران او دی پخپله د مغول پاچا د لښکرو سره په جنگونو کي وژل کېږي او دا تراژدیک نکل پای ته رسېږي.


که څه هم چي په نکل کي د بست د ښار په باب تقریبا هیڅ نه  ویل کېږي، خو دونه راته وایي چي د نکل د قهرمان، فتح خان بړېڅي، پلار اسلم خان په دغه ښار کي پاچهي کړې ده. البته د نکل څخه ښکاري چي  هغه وخت چي اسلم خان په دې ښار کي پاچا وو، په هند کي مغولو حکومت کاوه او قدرت د شمس الدین مغول په لاس کي وو.


په داسي حال کي چي لومړی خو د بست په تاریخ کي نه بړېڅانو پاچهي کړې او نه د اسلم خان په نوم پاچا تېر سوی دی. او که یې چېري داسي فرض کړو چي د پاچا څخه به یې مطلب یو لوی خان وي، نو بیا په هغه وخت کي چي  هند د مغولانو په لاس کي وو، بست پخپله یا د ډهلي او یا د اېران د صفوي امپراطورۍ په لاس کي وو، او په  هغه ښار کي دونه قوي خان موجود نه وو چي د هغه زوی دي د خپلو ملگرو سره د هند د  امپراطورۍ په جنگ ورسي.


 د بلي خوا، د هند د مغولي امپراطورۍ په تاریخ کي د شمس الدین په نوم پاچا تېر سوی نه دی، چي هغه دي د هندوستان په قلمرو کي وي، چي په نکل کي ټاکلي ځای ته چنداني اشاره نه  کېږي، د پښتنو په جنگ ورغلی وي، او په فوکلور کي دي د هغه نوم پاته سوی وي. د هند د مغولو په تاریخ کي د بابر څخه نیولې د اورنگزېب تر زمانې پوري درې شمس الدین نومي سپه سالاران تېر سوي دي، او په هغوی کي یوه هم د پښتنو په دغو سیموکي، چي باید د فتح خان او مغولو ترمنځ جنگونه پکښي سوي وي، داسي عملیات نه دي کړي چي پښتني فکلور دي هغوی د مغولو د ظالمو پاچاهانو په نوم ثبت کړي.


مرحوم عطایي صاحب په دې عقیده دی چي دا شمس الدین به، چي د فتح خان په نکل کي د مغولو پاچا بلل سوی دی، د سیستان حکمران وي، چي ځینو مغول او ځینو صفاري بللی دی. دی وایي دا خبره یو څه اړخ لگوي ځکه چي بست  او سیستان سره نیژدې دي او په سیستان کي د شمس الدین په نامه د پاچا موجودیت دا څرگندوي چي فتح خان له هغه سره جنگ کړی وي او دا چي په ځینو روایاتو کي شمس الدین مغول بلل  سوی دی، نود اقول په قوت تاییدوي چي فتح خان به د همدغه شمس الدین سره جنگېدلی وي.‏(‎١‏)‎


د مرحوم عطایي صاحب نظر ځکه د تامل وړ دی چي د سیستان حکمران شمس الدین هیڅ وخت خپل قلمرو د هندوستان خواته نه دی غځولی، چي په لاره کي دي یا د بست او یاد هندوستان په خاوره کي د فتح خان سره مخامخ سي. او بل دا چي هیڅ تاریخي منبع هغه ته مغول نه دى ویلى.


قاضي منهاج سراج یې د نیمروز د هغو قومي مشرانوڅخه بولي چي د سلجوقي شاهانو سره یې روغه کړې او د هغوی اطاعت یې منلی وو.‏(‎ ٢‏)‎


البته منهاج سراج د نورو مورخینو په څېر موږ ته وایي چي شمس الدین د خپل پلار ملک تاج الدین ابوالفتح د وفات څخه وروسته قدرت ته ورسېدی، خپل ورور عزالملک یې ړوند کړ او وروسته یې په یوه ورځ خپل اته لس وروڼه ووژل. هغه یو ظالم او مستبد سړی وو، او د نیمروز د خلکو په زړونو کي یې د قتلونو او ظلمونوله کبله وېره اوډار اچولی وو.‏(‎ ٣‏)‎


خو مرحوم عطایي موږ ته وایي چي د شمس الدین تر مرگ وروسته چي بدرالدین قدرت ونیوی هغه ډېر ظالم وو او بلوڅان یې تېښتي ته مجبور کړل. ‏(‎ ۴‏)‎


په داسي حال کي چي د نیمروز د پاچا شمس الدین له مړیني څخه وروسته قدرت د هغه ورور تاج الدین حرب ته ورسېدی او مورخین وایي چي هغه یو عالم او عادل پاچا وو.


نیمروزی شمس الدین په کال ٥٥٩ ه ق کي د خپل  پلار تاج الدین ابوالفتح د وفات څخه وروسته قدرت ته ورسېدی‏(‎ ٥‏)‎


په داسي حال کي چي مغول چنگیز خان د ٦٢٠ ه ق په شاوخوا کي لا په مرکزي اسیا کي په فتوحاتو لگیا وو او د خوارزم شاهیانو ښارونه یې یو په بل پسې لاندي کول.‏(‎ ٦‏)‎


گواکي په هغه زمانه کي چي شمس الدین په نیمروز کي پاچهي کوي چنگیز خان لا زېږېدلی نه دی او ځکه نو د شمس الدین سره د مغول کلمه بېخي ذکرېدلای نه سوای.


زما په عقیده هغه شمس الدین چي د فتح خان بړېڅي په نکل کي اشاره ورته سوې ده پرته له شمس الدین کرت څخه بل څوک کېدلای نه سي. شمس الدین کرت، چي په هرات کي د کرتانو د سلسلې موسس وو، او د چنگېزخان د لمسي هلاکو او د هغه د زوی اباقاخان له خوا یې هرات  او شاوخوا سیمي اداره کولې د ٦٥٠ هجري قمري څخه تر ٦٥٥ هجري قمري پوري پر دغه سیمه باندي، چي مغل کوټ پکښي پروت دی او د فتح خان په نکل کي اشاره ورته سوې ده، څلور ځله  ډېري لویي لښکر کښۍ کړي او د افغانانو له ډېر سخت مقاومت سره مخامخ سوی دی. شمس الدین کرت په دغه سیمه کي د افغانانو د ملک شهنشاه، ملک بهرام شاه، ملک میرانشاه، شعیب افغان او ملک سندان مقاومتونه یو په بل پسې مات کړل او هر ځل چي یې دا مقاومتونه مات کړي دي نو ډېر ظالمانه قتل عامونه  او چور او تاړاکونه یې کړي دي.


که څه هم چي د دې خبري معنی پخپله دا نه ده چي ملک شمس الدین به حتماً د بړېڅ فتح خان سره جنگېدلی  او دا مشهور فوکلوریك نکل به یې ایجاد کړی وي. ځکه کله چي موږ په دغه سیمه کي، چي په تاریخ نامه هرات کي هر ځل د افغانستان په نوم اشاره ورته سوې ده، هیڅ وخت د فتح خان په نوم پښتانه قهرمان سره نه مخامخ کېږو. بلکه برعکس په نکل کي د داسی افغان مشرانو او پهلوانانو نومونه راځي چي د فتح خان بړېڅ په نکل کي هغوی ته ورته نومونه نسته. داچي فتح خان به څوک وو موږ ته هیڅ ډول معلومات نسته، خو دونه ویلای سو چي په دغه سیمه کي د ملک شمس الدین، چي په هغه وخت کي یې افغان مشران مغول بولي، جنگېدلی او د هغه سره د افغانانو مقاومت د فتح خان بړېڅي مشهوره فوکلوری افسانه ایجاد کړې ده.


دا چي ولي شمس الدین ته د هندوستان پاچا ویل سوی دی، تر ټولو لوی علت یې دا کېدلای سي چي پښتانه د چنگېزي مغولانو سره چنداني مخامخ سوي نه دي، بلکه زیاتره یې د هندي مغولانو یا کورگانیانو سره منظم مقاومتونه کړي او د هندي مغولانو په وخت کي یې د شېرشاه او خوشال خان او خان جهان لودي په څېر لوی لوی سپه سالاران د جنگ میدان ته ایستلي او ډغري یې ورسره وهلي دي. نو کله چي د مغول پاچا نوم راځي سمدستي د هندوستان نوم ورسره یادېږي.


ملک شمس الدین کرت په کال ٦٥٣ هجري قمري کي د تیري پر کلا باندي لښکر کښي وکړه. په دې کلا کي د افغانانو مشر ملک المار د ملک شمس الدین استازو ته ویلي وه چي که زما ټول خپلوان او قبایل د ملک شمس الدین خدمت قبول کړي او مالیات ورکړي، زه چي المار یم چي تر څو ژوندی یم دا کار به ونه کړم. ځکه چي تر دې دمخه زما نیکونو او پلرونو د مغولو خدمت نه دی کړی او کافر ته یې مالیه نه ده ورکړې. تر دې دمخه چي د مغولو هر څه لښکري دې سیمي ته راغلي دي ټول مات سوي دي او زړه ماتي گرځېدلي دي.‏(‎٧‏)‎ حاشیه وگورئ.


موږ گورو چي یو خو د تیري د سیمي افغانان ملک شمس الدین کرت ته مغول او حتی کافر وایي ‏(‎ځکه چي هغه د کافرانو په خدمت کي دی‏) ‎او د بلي خوا گورو چي د جنگ علت هغه مالیات دي چي ملک شمس الدین یې د المار څخه غواړي. او کله چي د فتح خان بړېڅي نکل ته مراجعه کوو هلته هم وینو چي د بړېڅو او شمس الدین پاچا ترمنځ د جنگ اصلي علت دا دی چي کرمی گواریانو ته وایي چي شمس الدین پاچا ته مالیات مه ورکوئ او کله چي د پاچا عسکر د گواریانو کلا ته ورځي کرمی یې وژني او یا یې ژبي ورڅخه پرې کوي او بالاخره کرمی د شمس الدین پاچا خپله خزانه را گرځوي.


 دا کاروان د شمس الدین په طلا بار دی
دغه ټول د بړېڅانو کوکى ښکار دی


شمس الدین پاچا بېله جنگه بله چاره نه ویني او د جنگ میدان ته ور وزي.


ډېره په زړه پوري خبره چي موږ یې د ملک المار او ملک شمس الدین کرت د جنگ په برخه کي وینو هغه دا ده چي د شمس الدین کرت او ملک المار ترمنځ دغه جنگ ٥٩ ورځي دوام کوي ‏(‎٨).‎ او فتح خان بړېڅی د شمس الدین سره شپېته ورځي جنگونه کوي.


هندوستان مي د مچیو گبینی دی


هر څو چي یې وهم نه تمامېږي، د شپېتو بړېڅو ورځ په ورځ کمی دی


 دلته بیا هم گورو چي د ملک المار او ملک شمس الدین کرت ترمنځ د جنگ موده یوه ورځ کم دوې میاشتي ده او د فتح خان په نکل کي، د مغولو او پښتنو یارانو تر منځ جنگونه څه باندي شپېته ورځي دوام کوي. نو سړی ویلای سي چي دغه به ښایي د ملک المار جنگونه وي چي په فوکلوري افسانو کي یې نوم فتح خان سوی دی.


سیف هروي لیکي‏«‎ ملک اسلام شمس الحق والدین د تیري کلا په جنگ ونیوله او امر یې وکړ چي المار پر منځ دوه ځایه کړي. د هغه خدمتگاران او د دربار نیژدې کسان یې پنځوس تنه په سترگو ړانده کړل، د پنځوسو تنو لاسونه او پښې یې ورڅخه پرې کړې، د پنځوسو تنو پزي او غوږونه یې ورڅخه پرې کړل او درې سوه تنه یې په لرگیو ووهل او باقي پاته کسان یې حسام الدین جاول ته وبخښل.‏(‎٩‏)‎


د دغو تاریخي شواهدو او قراینو څخه داسي نتیجه اخیستلای سو چي که د فتح خان بړېڅ په نکل کي پر شمس الدین پاچا باندي بحث کوو نو باید چي حتماً دغه شمس الدین کرت وي. البته د دې معنی بیا هم دا نه ده چي شمس الدین کرت په دغه سیمه کي له فتح خان نومي پښتون سره جنگېدلی او دا فوکلوري افسانه یې منځته راوړې ده، بلکه مطلب دا دی چي په فوکلوري افسانو کي نومونه، ځایونه، پېښي او ټول نکلونه تغیر کوي او کله – کله حتی دوه درې نکلونه سره گډ سي او یو نکل منځته راوړي. په دې حساب نو پر نکل استناد کول او په هغه کي راغلي پېښي د تاریخي سند په حيث وړاندي کول موږ د پېښو په تحلیل کي تېرباسي، نکل موږ ته په ټاکلو تاریخي او اجتماعي شرایطو کي  د عمومي وضع څرنگه والى بیانوي او بس.


د فتح خان په نکل کي د کرمي رول:


د فتح خان بړېڅي په نکل کي دوهم مهم کرکټر کرم خان دی، چي په نکل کي کرمی ورته ویل کېږي. د دې خبري اصلي علت ښایي دا وي چي کرمی د مینځي زوی دی. که څه هم چي د ده پلار هم اسلم خان وو او د فتح خان میرې زی ورورگڼل کېږي او کله چي مینځه د ډوډۍ خوړلو څخه مخکي د شپېتو یارانو دپاره د لاسونو مینځلو اوبه راوړي نو لومړی د فتح خان، ورپسې، د کرم خان، بیا د پردل خان او ورپسې د نورو یارانو لاسونه مینځي او د دې څخه دا څرگندېږي چي کرم خان د فتح خان څخه وروسته دوهم مقام لري. خو موږ گورو چي کرم خان د نکل له لومړیو پېښوڅخه بیا تر پایه پوري د ټولو بد مرغو حوادثو او تراژیدیو اصلي مسوول دی او یا دا رول قصداً ورکول سوی دی.


دا کرم خان دی چي فتح خان اونور یاران دې ته هڅوي چي د هغو ځوانو ښځو پر سرونو باندي د اوبو ډک منگی په ډبرو وولي او ور مات یې کړي او وروسته د هغوی د اوبو ژي په غشیو ور سوري کړي، چي له دباندي څخه کلي ته اوبه وړي. او هغوی مجبورېږي چي اسلم خان پاچا ته شکایت وکړی او اسلم خان د خپل گران او یوازیني زوی سره خوابدی کړي. دا هم د کرمي شیطانت دی چي فتح خان له پلار څخه مرور کېدلو ته تشویقوي او هغه د ښاره د وتلو او نه ستنېدلو فیصله کوي. دا هم کرمی دی چي د عربستان پر لور کږه سوې لښته د هندوستان  خواته کږوي او سهار پر فتح خان ناره کوي:


 سر له سره پلنگه هسک کړه فتح خانه
یو خو مي څانگه د هندوستان پر لور کږه ده


دا هم کرمی دی چي دوه ځله په گواریانو پسي د پاچا راغلي سپاهیان وژني او فتح خان دې ته مجبورېږي چي  ښرا ورته وکړي :


 کرمیه چي غم نه وي ته غم راوړې
که به زما په دعا کېږي، کرمیه پر لم غوټه سپرو واوړې


کرمی لا په دې هم بسیا نه دی او پر دې برسېره د شمس الدین پاچا د خزانې مخه نیسي او ټوله د خزانې سره ملگري کسان وژني او خزانه خپل  کورته وړي. د کرمي دغه کارونه بالاخره شمس الدین پاچا جنگ ته مجبوروي او د جنگ په نتیجه کي ټول شپېته واړه بړېڅ یاران وژل کېږي:


زموږ مرگ په سپینوتورو
لویه خدایه اسلم خان بابا مي ولي نا خبر دی


همدا اوس هم که په کندهار کي چي څوک خپلي کورنۍ یا ملگرو ته ستونزي پیدا کوي نو دوستان یې، یا مخامخ او یا په غیاب کي، په ټوکو وایي: کرمیه چي غم نه وي ته غم راوړې


داسي ښکاري چي کرم خان په ټولو یارانو کي توریالی ځوان دی، ځکه چي یو ځل د شمس الدین پاچا له دربار څخه فتح خان  او ورسره یاران، چي شمس الدین پاچا یې په ناځواني کي لاسونه تړلي دي، د توري په زور خوشي کوي:


 اوس به جوړ کړم د مغولو د سر څلي
چي تړلى یې فتح خان نازک لاسونه


کرم خان وروستنی سړی دی چي د فتح خان تر څنگ جنگېږي او د جنگ په ټول دوران کي د لښکرو له تورو او غشیو څخه ژوندی پاته کېږي. په زړه پوري خبره دا ده چي فتح خان هغه ته هیڅ وخت د ورور خطاب نه کوي او حتی په هغه ورځ چي کرم خان خپل ځان د فتح خان د بلا سپر کوي او په وینو کي لت پت دی او پر مغولو ناره کوي:


 که وخوري دا د سترگو کسی وخوري
که ما مړ کي دا زما بادار ژوندی دی


بیا هم پخپله کرم خان فتح خان ته بادار وایي او فتح خان هم په دغه وخت کي د نوکر خطاب ورته کوي:


 آفرین کې پر داهسي نوکر باندي
ځان یې واچاوه د خپل بادار د وړاندي


خو دا خبره د آسیایي مرییتوب د ټولو قوانینو مخالفه ده، ځکه چي کرمی په هر لحاظ د فتح خان ورور دی او په هیڅ توگه یې نه د ورورۍ له حقه محرومولای سي او نه د نوکر خطاب ورته کولای سي.


خو څرنگه چي په ټول نکل کي هغه ته د کرمي خطاب کېږي او پخپله د کرمي نوم او لقب د اجتماعي موقف د ټیټ والي معنی لري نو سړی ویلای سي چي کرمی به، د نکل په خلاف، د فتح خان میرې زی ورور نه، بلکه د هغه د پلار په کاله کي زېږېدلی خانه زاد غلام وو، چي خپل ځانته جلا حقوق  او اجتماعي حیثیت او مقام لري.


په آسیایي ټولنو، په تېره بیا مرکزي آسیا او هند کي د غلام د اجتماعي موقف په باب مفصل او هر اړخیز بحث موږ دلته له موضوع څخه لیري کوي، خو دونه به ووایو چي په آسیایي ټولنو کي معمولاً درې ډوله غلامان وه چي یو یې په جنگ کي نیول سوي کسان وه، چي یا به په سزا ورسېدل او یا به په مځکو او کسبونو او کورنیو کي په کارونو گومارل کېدل.


دوهمه ډله زرخرید غلامان وه، چي د غلامانو د خرڅلاو په بازارونو کي رانیول کېدل او د بادار په کور یا دربار کي به کارونه ور سپارل کېدل. د دغو غلامانو څخه د عسکري خدمت لپاره  ځوانان استخدامېدل او کله چي به چا په جنگونو کي ښه مړانه وکړه نو هغه به  د سپه سالارۍ  درجې ته رسېدی، او دغه غلامان وه چي په هند کي یې د سلطنت د نظام په دوران کي کودتاوي کولې او ځیني یې، لکه قطب الدین ایبک، شمس الدین التمش او غیاث الدین بلین د هند لوی پاچاهان سول. د دې دواړو ډولو غلامانو سره نسبتاً سخت سلوک کېدی او تر هغه وخته پوري چي د خپل بادار توجه به یې ور اړوله ډېر ټیټ اجتماعي حيثيت او مقام درلود.


دریمه ډله هغه غلامان وه چي میندو او پلرونو به یې د بادار په کلا او مځکو کي خدمتونه کړي او دوی به د بادار په کاله کي زېږېدلي وه. دې ډلي غلامانو ته یې خانه زاد ویل. خانه زاد غلامانو ډېر لوړ موقف درلود. د بادار له اولادونو سره به یې یو شان لباسونه اغوستل. د هغوی سره به یې پر یوه استاد سبقونه ویل او کله – کله خو به بادار په خپل کاله کي او یا له کاله څخه دباندي واده هم ورته وکړ.


البته د پښتنو په تاریخ او ټولنه کي چنداني د غلامانو او د غلامۍ د کوم سيسټم څرک نه لیده کېږي او که چېري د ښځو او نارینه وو د خرڅلاو موضوع راغلې وي، نو هغه هم یوازي په یوه  ټاکلې پېښه پوري تړلې وي.


خوشال خټک چي خپله دستار نامه یې تر ډېره ځایه پوري د خواجه نظام الملک طوسي د سیاست نامې او د کیکاووس بن وشمگیر د قابوس  نامې پر سبک لیکلې ده، د هغو دواړو متونو په خلاف، د غلام او له غلام سره د سلوک کولو په برخه کي موږ ته هیڅ نه وایي.


د خوشال خان چي د پښتنو د اجتماعي ژوند هري برخي ته یې اشاره کړې ده، په دې باره کي چوپ پاته کېدل پخپله د دې معنی ورکوي چي غلام د پښتنو په ټولنه او ټولنیز ژوندکي چنداني مطرح نه دی.


دغه راز په افغانستان کي د پښتنو په  تاریخ کي هم چنداني د غلام له نوم سره نه مخامخ کېږو او یوازي د امیر عبدالرحمن خان ١٩٠١-   ١٨٨٠ او حبیب الله خان ١٩١٩-١٩٠١ په زمانو کي د غلامانو بازار وینو. البته د غلامانو بازار د امیر حبیب الله خان په زمانه کي هم چنداني په زور کي نه وو او دا بدمرغه پدیده یوازي د هزاره گانو په مقابل کي د امیر عبدالرحمن خان د قهر محصول وه. میرغلام محمد غبار د هزاره غلامانو د خرڅلاو او رانیولو یادونه کوي. ‏(‎١٠)


په کندهار کي د انگرېزانو خبر لیکونکی هم دې خبري ته اشاره کوي او  وایي چي د میانشین له هزاره گانو څخه  څلوېښت ښځي او ماشومان او بزې او پسونه ونیول سول او ښځي او ماشومان  یو-  یو خرڅېږي.‏(‎١١‏)‎


په دې حساب نو زه د خپل دې بحث څخه دا نتیجه اخلم چي کرمی د فتح خان بړېڅي د ټولي افسانې  په څېر یو خیالي قهرمان دی چي کله د فتح خان  میرېزی ورور او کله غلام بلل سوی دی. او یا لکه څرنگه چي موږ مخکي وویل  دا نکل باید پخوانیو زمانو ته منسوب وي چي هلته د پښتنو کوچني اداري واحدونه د بېگانه گاونډیو امپراطوریو تر لاس لاندي وه. دغو کوچنیو اجتماعي او اداري واحدونو د غلام او غلامۍ مفهومونه د گاونډیو کلتورونو څخه اخیستل او په خپلو فوکلوري افسانو کي یې کارول، او د غلام او غلامۍ په شان مفهومونه یې د پښتنو کلتور او فوکلور ته ننه ایستل.


 هندوستان:


د فتڅ خان بړېڅي نکل په بست کي پیل کېږي او په هندوستان کي پای ته رسېږي. خو په زړه پوري خبره دا ده چي په نکل کي هندوستان ته یاغي ملک ویل سوی دی، کله چي د بړېڅو د سپین ږیرو جرگه د فتح خان او د هغه د پلار اسلم خان په پخلا کولو کي ناکامه کېږي او په پای کي فتح خان ته وایي چي که حتماً ځې او له ښاره کوچ کوې نو بیا هندوستان ته ولاړ سئ. د فتح خان مور چي د بړېڅو د جرگې د دې توصیې څخه خبرېږي نو پر جرگه باندي ناره کوي:


 که اور گډ کې د بړېڅو په سپین ږیرو
مرور یې پخلا نه کی، لا د لاسه ورښیي یاغي ملکونه


 او یا کله چي هغه لښته چي فتح خان د فال په توگه د شپې درولې او وایي چي سهار هر لوري ته کږه سوه، پر هغه لور به کوچ کوو او سهار چي لښته کرم خان په لوی لاس د هندوستان پر لور كږه کړې ده پر فتح خان باندي ناره کوي:


 سر د سره پلنگه هسک که فتح خانه
یاغي سوی هندوستان رعیت ملکونه


د دې خبري مفهوم به دا وي چي د فتح خان بړېڅي نکل په څو زمانو پوري اړه لري او کله چي د هندوستان سره د یاغي کلمه یادېږي  نو مطلب یې هغه هندوستان دی چي یو وخت د پښتنو پاچاهانو او یا لږ تر لږه د افغانستان څخه د ورغلو غزنوي او غوري فاتحینو تر لاس لاندي وو، او اوس یعني د فتح خان د نکل د منځته راتللو یا د نکل په قول په بست کي د بړېڅو د  پاچاهۍ په زمانه کي له لاسه وتلی دی.


خو سیف هروي هغه سیمه چي باید فتح خان د شمس الدین سره پکښي جنگېدلی وي، افغانستان بولي او کندهار یا تكین اباد د افغانستان څخه د باندي سیمه بولي.‏(‎ ١٢‏)‎


په دې توگه موږ گورو چي په فوکلوري نکلونو کي نه یوازي نومونه بدل سوي او حتی نکلونو ته داسي نوي نومونه وراچول سوي وي چي حتی په اصلي نکل کي ښایي بېخي وجود ونه لري، بلکه نکلونه له یوې سیمي څخه بېخي بلي سیمي ته کوچول سوي او حتی د سیمو نومونه بدل سوي او پر ځای باندي یې بېخي نوري سیمي ور اچول سوي وي.


دغه سیمه چي سیف هروي یې افغانستان بولي، پخپله پښتنو ښایي هیڅ وخت په دغه نوم نه وي پېژندلې او ښایي هر وخت یې هندوستان ورته ویلی وي.


همدغه سیمه ده چي د اتمي هجري پېړۍ مورخ ضیاءالدین برني یې په تاریخ فیروز شاهي کي افغانستان بولي، البته هغه په مشخصه توگه نه وایي چي د ده مطلب د افغانستان څخه کوم ځای دی.‏(‎١٣‏)‎


په ظفرنامه کي چي د تاریخ فیروزشاهي څخه تقریباً دېرش کاله وروسته لیکل سوی کتاب دی، همدغه سیمه د افغانانو وطن بولي، البته د تکین اباد پر ځای کندهار یادوي. ‏(‎١۴‏)‎


په توزوکات تېموري کي چي گوډ تیمور ته منسوب کتاب دی او مورخین او محققین د شک په سترگه ورته گوري، هم دغه سیمه د افغانانو د اوسېدلو وطن معرفي سوی دی. ‏(‎١٥‏)‎


پخپله د فتح خان بړېڅ د نکل په جریان کي یا له بست څخه ترهندوستان پوري د فتح خان او د هغه د یارانو د سفر په شپو کي د کندهار نوم نه اخیستل کېږي، خو کله چي په هندوستان کي د فتح خان او شمس الدین پاچا تر منځ جنگونه داسي حد ته رسېږي چي نور نو فتح خان د مغولو له ماتولو او یا لږ تر لږه د ځان د ژغورلو څخه مایوس کېږي نو وایي:


 که پاخه سوه کندهار آنار پاخه سوه
اسلم خان بابا دې خوري پر موږ ترخه سوه


گواکي په دغه وخت کي کندهار هم د اسلم خان تر لاس لاندي دى او د نعمتونو او مېوو څخه یې گټه اخلي او یا د کندهار او بست  ترمنځ دونه منظم تگ راتگ موجود دی چي د کندهار انار په بست کي خرڅېږي.


 د نکل نارې:


د فتح خان بړېڅ د نکل نارې تر ډېره ځایه بې نظمه دي، البته د دې بې نظمۍ یو علت خو دا کېدلای سي چي نکل ډېر زیات خوله پر خوله سوی او له ډېرو کسانو څخه اورېدل سوی او په دې لړ کي د داسي نکل چیانو خولو ته ورغلی دی چي چنداني یې د نکل د صحيح انتقالولو صلاحیت او لیاقت نه درلود. ځکه نو نارې بې نظمه سوي دي. د بلي خوا چي ورته گورو د فتح خان د نکل نارې یا زیاتره اوله او دوهمه مصرع  دواړي دوولس یا یوولس سېلابه وي او یا یې لومړۍ مصرع دوولس  او دوهمه شل یا نولس سېلابه وي.


کله چي د فتح خان مور له ټولو خواووڅخه مایوسه کېږي او داسي څوک نه ویني چي فتح خان د خپل خطرناک او احساساتي تصمیم د عملي کولو څخه راوگرځوي نو پر رابیا باندي ناره کوي:


که بلبلي رابیا ژړي بلبلي


فتح خان ځي د هند ولورته په جلو یې لگوه دواړي منگولي


او کله چي فتح خان د پردل خان مور ته وایي چي که پردل ناوکۍ ده نو زه به یې پرېږدم او د هندوستان په سفر به یې نه بیایم نو پردل خان له غیرت څخه ناره کوي:


 که اوتر کړم نن دا ستا نارې اوتر کړم


د دې لوري به پاته نه سم، مگر خدای پر مصرۍ توري برابر کړم


 په نکل کي د ډېرو نارو لومړۍ او دوهمه مصرع دواړي دوولس سېلابه دي خو په زیاترو نارو کي د قافیې مراعات نه کېږي. مثلاً کله چي شمس الدین پاچا د فتح خان سره ناځواني کوي  او په چم کي یې بندي کوي نو پر خپلو عسکرو باندي ناره کوي:


 لاس یې وتړی ځوانانو نوکرانو
فتح خان د  پاچاهانو گناه کار دی


او کله چي هغوی د فتح خان او د هغه د ورسره یارانو لاسونه تړي او یو گړی وروسته کرم خان، چي قصداً تر شا پاته سوى دى، ور پسې را رسېږي نو ناره کوي:


 اوس به جوړ کړم د مغولو د سر څلي
چي تړلي یې فتخ خان نازک لاسونه

 


او یا یوه بله ناره چي وایي.


 چي پر ډال پتري وهي نیامت یې جنگ دی
را پسې د زرغونو طوطیانوسېل دی


د فتح خان نکل دومره خوږ او له سوزه ډک دی چي نه یې د اورېدونکو د نارو نیمگړتیاوو ته فکر کېږي او نه د نکل منطقي نیمگړتیاوو ته متوجه کېږي.


د مثال په ډول د نکل په سر کي موږ گورو چي فتح خان د خپلو نورو یارانو سره د ښار څخه دباندي وزي او هلته  نجونو ته ازار ورکوي او پر سر باندي یې منگوټي په ډبرو ولي. او بیا وروسته د هغوی د اوبو ژي په غشیو سوري کوي، او په دغه برخه کي د نجونو دوه ځله شکایت د فتح خان څخه د خپل پلار اسلم خان د خوابدی سبب کېږي. په داسي حال کي چي کله د چا دونه ببر – ببر برېتونه وي چي د سرو زرو شپېلۍ په اغوندي نو هغه بیا د نجونو پر سر د اوبو منگي په ډبرو نه ولي ځکه چي دا د ډېرو وړو ماشومانو کار دی. او یا مثلاً په یوه کوچنۍ خبره او د پلار په عادي مرورتیا، هغه هم په داسي حال کي چي پلار سړي ته پخپله زارۍ کوي او بخښنه ورڅخه غواړي:


 په یوه لاس کي مي جام په بل کلام دی
اسلم خان خو مي پر تېر ویل پښېمان دی


څوک بشپړه پاچاهي او ملک نه پرېږدي. او یا مثلاً شپېته بړېڅ، هغه هم په یوه بېگانه وطن کي، د بشپړي پاچهۍ په جنگ نه ور وزي او که ور ووزي نو بیا شپېته ورځي مقاومت نه سي کولای.


تر ټولو شیرینه لا دا ده چي ملنگ د اسلم خان مینځي ته شپېته دانې مڼې ور دم کړي او د اسلم خان مېرمن یوه پخپله وخوري او نوري د خانانو او مشرانو پر مېرمنو ووېشي او ټولي په یوه شپه حاملې سي، او د پردل خان مور چي مخکي لا حامله وه د مڼې له خوړلو سره بیا حامله کېږي او یوه لور او یو زوی زېږوي. دا لا هم نه ده معلومه چي د پردل خان مور د مڼې د خوړلو څخه څونه مخکي حامله وه چي پردل خان او رابیا یې دواړه په یوه شپه وزېږول، خو نکل دونه خوږ روان دی چي اورېدونکي دې نا ممکني خبري ته هیڅ نه متوجه کېږي چي یوه ښځه حامله وي، دوهم ځل څرنگه حامله کېدلای سي.


د نکل په پای کي رابیا، د ملي هینداري د نکلونو د اکثرو ښځو، شیرینو، بیبو، گل بشرې، نازو او درخانۍ په خلاف، چي د مین پر قبر ساه ورکوي، په فتح خان پسي نه مري، بلکه د یوې غښتلي پښتنې مېرمني په حيث خپل ټول مړي قبر ته سپاري او د مغول شمس الدین څخه مځکي اخلي او بېله دې چي بیرته وطن ته د ستنېدلو خیال ولري هلته پاتېږي.


کله چي نکل ښه سره وشنو نو موږ ته څرگندېږي چي د فتح خان  نکل د پښتنو د رنگینو تراژیکو حماسو یوه فوکلوري افسانه ده چي د ځینو ترخو تاریخي حقایقو ښکارندویه او پر هندوستان باندي د دوی د حکومت کولو ارمان او ارزو له ورایه پکښي څرگندېږي. ځکه نکل موږ ته وایي چي شپېته بړېڅ د بشپړ لښکر سره  څه باندي دوې میاشتي جنگېږي نو که پښتانه په لښکر ور ووزي په دې کي شک نسته چي بری حتماً د پښتنو دی. 


 ١- ملی هینداره د اجتماعی څېړنوله نظره ص ٣٨-٣٩
٢ – طبقات ناصری جلد اول ص ٢٧٧
٣-هغه کتاب ص ٢٧٧
۴- ملی هینداره د اجتماعی څېړنو له نظره
٥- راورټي طبقات ناصری انگلیسی  ص ١٨٩
٦- طبقات ناصری جلد اول ص ١٠٧
٧- تاریخنامه هرات ص ٢٠٥
٨- هغه کتاب ص ٢٠٧
٩- هغه کتاب هغه مخ
١٠-افغانستان درمسیر تاریخ ص ٦٧٠
١١- نیوز لیټرز دوهم جلد ص ١٢٧
١٢-تاریخ نامه هرات ص ٢٠٧


١٣- ایلیټ، د ضیاءالدین برني د تاریخ فیروزشاهي انگلیسي  خلاصه ترجمې کي لولو چي په داسي حال کي چي سلطان فیروز شاه تغلق کوښښ کاوه چي کښت او کرونده عادي حالت ته را وگرځوي، خبر ورته ورسېدی چي شاهو افغان په ملتان کي یاغي سوی او نایب الحکومه بهزاد یې وژلی دی. ملک نوا له ملتان څخه ډهلي ته تښتېدلی دی. شاهو پر ځان باندي افغانان را ټول کړي او د ملتان د ښار کنټرول یې اخیستی دی. سلطان خپلي قواوي تنظیم کړې او د ملتان پرلور رهي سو . . . د ملتان څخه صرف یو څو منزله لیري وو چي شاهو تسلیم سو او د خپلوگناهونو د بخښل کېدلو خواست یې وکړ. دی له خپلو افغانانو سره   افغانستنان ته وتښتېدی او سلطان د سانام خواته رهي سو. ایلیټ ډاسن دریم جلد ص ص ٢۴۴ -٢۴٥


البته ضیاءالدین برني موږ ته نه وایي چي شاهو افغان چېرې وتښتېدی او د ده مطلب له افغانستان څخه کومي سیمي دي. ځکه چي په تاریخ نامه هرات کي د کندهار او ملتان ترمنځ سیمي د افغانستان په نوم یادېږي او دا هغه سیمي دي چي د فتح خان بړېڅ په نکل کي یې هندوستان  او د شمس الدین پاچا ټاټوبی بولي.


١۴- نه ماتېدونکي او د نړۍ فاتح تېمور شهزاده پیرمحمد جهانگیر ته د کندوز، بغلان، کابل، غزني او کندهار ولایتونه د خپلو ټولو ملحقاتو سره د هند تر سرحد پوري ورکړي وه. شهزاده پر دغه سیمه باندي په عدالت حکومت کاوه او د امپراطور له امر سره سم یې د خپلو ولایتونو څخه لښکري جمع کړې، څو نور هیوادونه هم ونیسي. ده د کوه سلیمان افغانان لوټ کړل او  د اندوس تر سیند تېر سو او د اوچ سیمه یې په زور لاندي کړه. له هغه ځایه څخه یې پر ملتان باندي حمله وکړه او هغه یې محاصره کړ. ملتان په هغه وخت کي د ملو خان د مشر ورور سارنگ خان تر ادارې لاندي وو. هغه کتاب ص ص ۴٨٠-۴٧٩


دلته موږ گورو چي افغانان د کوه سلیمان په سیمه کي، چي اوس یې هم ټاټوبی دی اوسېږي او تقریباً دغه سیمه او شاوخوا علاقې دي چي په تاریخ فیروز شاهي کي ښایي د افغانستان په نوم بلل سوي وي او د تاریخ نامه هرات متن هم موږ ته دغه سیمي  د افغانستان په نوم معرفي کوي خو د فتح خان په نکل کي دغه علاقې دي چي هندوستان ورته ویل کېږي.


١٥- او د اوغانیانو څخه مي د هندوستان د لاري د پاکولو په برخه کي داسي سلا وکړه چي کله ماته عرض وړاندي سو چي ځیني اوغانیان د هندوستان په لار کي ستونزي پېښوي او لاري وهي، خصوصاً موسی اوغان، چي د کرکس د قبیلې ملک دی، او پر لشکر شاه او غان یې، چي زما له نوکرانو څخه وو، او پیر محمد د ایراب  د قلا ساتنه ورسپارلې وه، حمله کړې او وژلی دی او هغه ټوله شته مني یې لوټ کړې وه. په دغه وخت کي د لشکر شاه ورور ملک محمد ماته په فریاد راغی او د خپل ورور د وژل کېدلو او د موسی د ظلم او تېري په باب یې کیسه راته وکړه . . . موسی پخپله سزا ورسېدی او  د هندوستان لاره خلاصه سوه. توزوکات تېموري ص ص ١٣٦-١٣۴


 موږ گورو چي افغانان تر ملتان پوري پراته دي او هندوستان ته د تېرېدلو لاره یې بنده کړې ده. په دې حساب نو باید هندوستان د ملتان څخه د ختیځ لوري ته پروت وي. خو د فتح خان بړېڅ په نکل کي موږ وینو چي د بړېڅو یاران د کندهار څخه فقط د دوو دریو شپو په مزل هندوستان ته رسېږي او هلته د گواریانو په قلاوو کي په زور اړوي. دا هغه سیمه ده چي په تاریخ فیروزشاهي او تاریخنامه هرات کي افغانستان او د فتح خان په نکل کي هندوستان بلل سوی دی.


ماخذونه:


١- عطایي، محمد ابراهیم، ملي هنداره د اجتماعي څېړنو له نظره.
٢- هروي، سیف بن محمد. تاریخنامه هرات. چاپ دوم سال ١٣٥٢
٣- تزوکات تیموري. تهران سال ١٣۴٢
۴- منهاج سراج قاضي . طبقات ناصري . مقدمه و تحشي عبدالحی حبیبی. چاپ کابل
٥-Eliot. The History of India 3rd Vol
٦- Kandahar News Letters. Second Edition 1990
٧ Raverty, H G.Tabakati Nasiri-