کور / تازه خبرونه / د ٣ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

د ٣ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۳ وسله وال مخالفین ووژل شول او د ځانمرګو بریدګو دوه واسکټونه ونیول شول.
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار،چک او سیداباد ولسوالیو کې تېره شپه د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال مخالفین ووژل شول، د چاودیدونکو توکو ډک دوه واسکټونه،ماینونه،وسلې او ګڼ شمېر نور مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
د چک ولسوالۍ په غني خیلو سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کې درې وسله وال مخالفین ذبیح الله،احمد او یو بل تن،چې شهرت یې معلوم ندي وژل شوي دي .
په ورته وخت کې د چک ولسوالۍ په شیرخانه سیمه کې د ګډو کورنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د چاویدونکو توکو ډک واسکټ،چې د ځآن وژونکې لپاره چمتو شوی وو، له یوه اندازه نورو مهماتو سره یو ځای ونیول شو،خو په تور یې څوک ندي نیول شوي .
همدا راز د سیداباد ولسوالۍ په کشمون،دره اونخي سیمو کې هم یادو امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې ترڅ کې د چاودیدونکو توکو ډک واسکټ چې د ځآن وژونکې لپاره چمتو شوی وو،له ۵ حلقې لاسي بمونو،چسپکي بمونو او نورو مهماتو سره یو ځای ونیول شو .
د یو بل خبر له مخې د فاروق په نوم یو تن،چې د مرکز میدان ښار په فامیلو سیمه کې یې د شریف الله په نوم یو تن ټپي کړی وو،د امنیتي ځواکونو له لورې له دوه میله چره یز سره یو ځای ونیول شو،چې دا مهال ترې پوښتنې رواني دي .
په ترسره شویو ټولو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.