کور / تازه خبرونه / په زابل کی د کانکور ازموينه واخيستل سوه

په زابل کی د کانکور ازموينه واخيستل سوه

۱۳۹۳ لمريز کال له فارغينو څخه پوهنتونونو ته د لار موندلو په موخه د کانکور ازموينه واخيستل سوه .
ددې ولايت د پوهني رئيس رحيم الله لودين وايي ، چي دغه ازموينه دجمعې په ورځ د کلات ښار د بي بي خالا د نجونو په ليسه کي واخيستل سوه او پکښي د ګډون په موخه ۴۷۹ تنو نوم ليکنه کړې وه ، خو د بېلابېلو عواملو له امله ۲۹ تنه پکښي حاضر نه وو .د لودين په وينا ، چي دجمعې په ورځ ۴۵۰ تنه امتحان ته حاضر سوي وو ، چي له دې جملې څخه ۱۷ تنه يې نجوني او پاته هلکان دي . د زابل د پوهني رئيس وويل ، چي سږ کال يې له وړاندي څخه د دولسمو ټولګيو د زده کوونکو لپاره د کانکور د اماده ګۍ کورسونه جوړ کړي و او هيله من دي ، چي زيات کسان به پوهنتونونو ته بريالي سي . د زابل د والي مرستيال محمد جان رسوليار د ازمويني د پيل پر مهال په خپلو خبرو کي وويل ، چي په هر ولايت کي د کانکور د امتحان اخيستل د زده کوونکو لپاره لويه اسانتيا ده او پدې اړه يې د کانکور له کمېټې څخه مننه وکړه. نوموړي پر زده کوونکو ټينګار وکړ ، چي بايد د خپلي خوښي او وړتيا سره سم پوهنځۍ انتخاب کړي ، تر څو بې پايلي پاته نسي . د کانکور په صحنه کي يو شمېر زده کوونکو وويل ، چي کومه ستونزه يې نه درلوده او هيله من دی ، چې د خپلي خوښي پوهنځيو ته به بريالی سي . دوی وايي
چي له وړاندي يې د کانکور د اماده ګۍ په کورسونو کي بشپړ چمتوالی نيولی و او هيله من دی ، چي کومه ستونزه به ونلري . د کانکور د ازمويني ګډونوالو وويل ، چي د امتحان صحنه ډېره منظمه وه او په ښه ډول د نقل او نورو ګډوډيو مخنيوي سوی و او دوی هيله من دي ، چي د کانکور له لاري به د خپلي خوښي پوهنځي ته بريالی سي او خپلو هيلو ته به ورسيږي

صدیق الله پوپل لراوبر ډاټ کام