کور / تازه خبرونه / کندهار:د زندانیانو دوسيې له سره څېړل کیږي

کندهار:د زندانیانو دوسيې له سره څېړل کیږي

​د کندهار د محاکمو چارواکي وايې د سرپوزې زندان د زندانیانو ټولي دوسيې به له سره وګوري

د کندهار د محاکمو مشر شمس الرحمن رئیس خیل په داسي حال کي ،چي د ښاري محکمې رئیس عبدالحلیم مسلم يې هم ملګرتیا کول د سرپوزې د زندان څخه لیدنه وکړه

نوموړي وايې د ټولو هغو بندیانو دوسيې به څېړل کیږي کوم،چي دا مهال په زندان کي د بند شپې او ورځي تېروي

هغه د دې کار لپاره یوه پلاوي ته دنده سپارلې تر څو د کندهار د سرپوزې په زندان کي د ټولو بندیانو دوسيې له سره وڅېړي او په اړه يې د استیناف محکمې ته معلومات وړاندی کړی
د کندهار د ښاري محکمې رئیس عبدالحلیم مسلم وايې ،چي د زندانیانو د دوسيو د څېولو لپاره ټاکل سوی پلاوی دنده لري،چي په دریو برخو کي پلټني وکړي

هغه وايې((١ _ د ټولو زندانيانو دوسي چي په زندان کي شتون لري د الف څخه تر ي پوري بايد وکتل سي. ٢_ د ټولو دوسيو اسناد که کم وي د مربوطه ارګانونو څخه راټول او ددوسيو سره مل کړل سي.
٣_د ټول زندانيانو د سرنوشت حال بايد معلوم کړل سي چي اړوند دوسيي په کومو مراحلو کي قرار لري.))

د کندهار د محاکمو مشر رييس خيل او ورسره مله پلاوي د زندان د ټولو څانګو څخه د نژدي ليدنه وکړه او زندانيانو ته يي ډاډ ورکړ چي عدالت به خپل واقعي ډول تامينيږي.

پاته دي نه وی،چي تر دې وړاندي هم په وار وار د کندهار د سرپوزې له زندان څخه پلاو لیدنه کړې او د پایلو په اړه يې د رسنیو سره هیڅ هم ندي شریک سوي

معلومه به سي،چي نوي پلټني د زندانیانو برخلیک کوم لوري ته وړي