په کندهار کي د سوېلي زون په کچه د تازه مېوې مارکېټ د جوړني چاري بشپړي سوې
په همدې موخه د پنجشنبې په ورځ د پرانیستي غونډه جوړه سوې وه،چي د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د سوداګرۍ خوني رئيس خان جان الکوزي، د تجارت و صنايع وزارت معين مزمل شينواري، د زراعت وزارت معين سليم قندوزي، کندهار ښاروال محمدعمر عمر، د دغه مارکېټ مشر حاجي محمدصديق مهمند، په ولسي جرګه کي د کندهار استازو، د ولايتي شورا وکيلانو او ګڼ شمېر سوداګرو پکښي ګډون کړی وو.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د تازه مېوې د مارکېټ جوړېدل د سوېلي زون لپاره لويه لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل چي دا مارکېټ د دې زون د اقتصاد او زراعت په وده کي مهم رول لري. ښاغلي ويسا د کندهار اوسېدونکو ته د دې مارکېټ د مبارکۍ تر څنګ وویل چي کندهار د دا ډول مارکېټ جوړېدو ته سخته اړتيا درلوده، ځکه د تازه مېوې پخواني مارکېټ د دې ظرفيت نه درلود چي په دومره لويه کچه دي پکي تجارتي راوکړه ورکړه وسي.
نوموړي په کندهار کي د يو شمېر نورو پرمختګونو تر څنګ د صرافۍ مارکېټ ياد کړ چي په ډېر عصري شکل جوړ سوی او د کندهار پر اقتصاد يې لوی اغېز کړی دی. هغه وويل: دا ډول مجهز مارکېټ مي په ډېرو هيوادونو کي نه دی ليدلی چي ښوونځی، مدرسه، مسجد، تشنابونه او هر اړخ دي يې په پام کي نيول سوی وي. زه هيله لرم چي زموږ کروندګر او تجاران د دې مارکېټ له جوړېدو سره د خپلو اموالو پېکنګ او کيفيت ته خاصه توجه وکړي، تر څو له ګاونډيو هيوادونو سره تجارتي اړيکي نوري پياوړي سي.
د سوداګرۍ خوني مرستيال او د حاجي صديق مهمند ورور محمديونس مهمند وويل چي د تازه مېوې مارکېټ ښوراندام ته څېرمه پر ۵۰ جریبه مځکه د ۱۵ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړ سوی او ۷۵۰ دوکانونه لري. د مارکېټ په منځ کي د ليلام لپاره په درې جريبه ځانګړې ساحه او د موټرانو لپاره يو پارکينګ هم لري.
محمديونس مهمند زياته کړه چي مارکېټ يوه ديني مدرسه، يو ښوونځی او يو مسجد لري چي د دغه ځای د تجارانو اولادونه پکي زده کړي کولای سي. د نوموړي په خبره چي په مارکېټ کي دوه هوټلونه هم جوړ سوي دي. مهمند يادونه وکړه چي په مارکېټ کي يې د اموالو د خونديتوب لپاره يوه سړه خونه هم جوړه کړې ده.
ښاغلي مهمند د کندهار له سرپرست والي څخه مننه وکړه چي د مارکېټ په جوړولو کي يې مرسته ورسره کړې ده. د غونډي په پای کي د ويسا تر څنګ يو شمېر نورو کسانو ته تقديرنامې، تحفې او مننليکونه ورکول سول.