په چک ولسوالۍ کې د کرکټ پیل شوې سیالۍ د شیخ یاسین لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې .
د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د دغه ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو لس لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اوریزې سیالۍ د شیخ یاسین لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیدې .
دغه سیالۍ،چې اوه ورځې وړاندې پیل شوې وې،په ترڅ کې د شیخ یاسین لوبډلې الجهاد لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغه سیالیو لومړی مقام خپل کړ.
همدا راز الجهاد دویم او علیشې فرید کلي لوبډلې بیا د دغه سیالیو دریم مقام خپل کړ.
دغه لوبې،چې دچک ولسوالۍ د لوبو کمیټې له لورې پیل شوې وې،موخه یې د یادې ولسوالۍ د ځوانانو ترمنځ همغږي او یوالی رامنځته کول دي .
د چک ولسوال محمد هاشم د پای لوبې په مراسمو کې ځوانانو ته لارښوونه وکړه،چې پخپل منځ کې همغږي رامنځته کړي او له دغه لارې په یوالې سره د خپلو حقوقو څخه دفاع وکړي .
نوموړی همدا راز ځوانانو څځه وغوښتل،چې له خپل حکومت سره اوږه په اوږه کار وکړي،ترڅو په یاده ولسوالۍ کې د لوبو ترڅنګ نورې چارې هم پیل او شته ستونزې په بشپړ ډول هواري شي .
د لوبې په پای کې د چک ولسوال له لورې بریالۍ لوبډلې ته کپ او نورو پیاوړو لوبغاړو ته مډالونه او انعامات ورکړل شول.