د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې په بېلابېلو پېښو كې يو قومي مشر وژل سوى.
د دې ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د محمد آغي اولسوالۍ يو قومي مشر چي حاجي محمد نبي نومېدئ د وسله والو له خوا وژل سوى.
چارواکي وايي چي نوموړى په داسي وخت کي د وسله والو له خوا وژل سوى چي مسجد ته روان وو.
په دې اړه تر اوسه خپله کومي ډلي تر اوسه څه نه دي ويلي.