افغان ملي پوليسو د کندهار په ژيړۍ ولسوالۍ کي ۲۰۰ بېلابېل ماينونه ونيول.
ملي پوليسو نن غرمه يوه بجه د ژيړۍ ولسوالۍ په سنګسار کي ۲۰۰ بېلابېل ماينونه ونيول. ملي پوليسو ياد ماينونه په داسي يوه کور کي ونيول چي درې وسله وال پکي اوسېدل. دغو درو تنو وسله والو غوښتل چي ماينونه په ښار او ولسواليو کي ځای پر ځای کړي، چي د پوليسو د اوپراتيفي معلوماتو پر اساس ونيول سول. د دغو ماينونو په تړاو دوه وسله وال مخالفین نيول سوي او يو بل په تېښته بريالی سوی دی.
بل خوا د کندهار ملي پوليسو دوه وسله وال مخالفين نيولي دي.
داراز امنيتي ځواکونو تېره ورځ يو وسله وال کس چي له اروزګان ولايت څخه د درملني په موخه راوړل سوی وو، ونيوی. دغه کس چي د اروزګان ولايت په چارچينو ولسوالۍ کي ټپی سوی او کندهار ته د درملني په موخه راوړل سوی وو، نهمي امنيتي حوزې ته څېرمه ونيول سو.
ملي پوليسو تېره ورځ د پنجوايي ولسوالۍ په زلخان سيمه کي يو د وسايطو ضد ماين کشف او شنډ کړ.