وسله والو طالبانو په خپله يوه انټرنيټي رسنۍ کي خبر ورکړى چي په کندهار کي ئې يو قوماندان او يو عسکر وژلي.
طالبان ليکي چي ياد کسان ئې د ښواراوک ( ښورابک) اولسوالۍ کي د هغوى پر رېنجر موټر باندي د چاودني په پايله کي وژلي.
طالبان ليکي چي قوماندان جمعه ګل نومېدئ او په چاودنه کي ځاى پر ځاى وژل سوى.
په دې اړه خپله افغان اړونده چارواکو تر اوسه څه نه دي ويلي.