کور / تازه خبرونه / د اسلامي نړۍ ستر پښتون عالم شیخ عبدالسلام په حق ورسېد.

د اسلامي نړۍ ستر پښتون عالم شیخ عبدالسلام په حق ورسېد.

د اسلامي نړۍ ستر پښتون عالم شیخ عبدالسلام رستمي پرون دوشنبه په حق ورسېد.مرحوم شیخ عبدالسلام د زرګونو عربو او عجمو استاد او قران ستر مفسر و.نوموړيد خپل ژوند په اوږدو کې تر سلو زیات کتابونه لیکلي چې تر ټولو زیات یې د«احسن الکلام» په نوم پښتو تفسیر دی چې په ۹ جلدونو کې چاپ شوې.شیخ عبدالسلام رستمي له اوږدې ناروغۍ وروسته پرون دوشنبه د لړم ۲۶مه ۱۳۹۳ د اوږدې ناروغۍ وروسته په حق ورسېد. د نوموړي مړینه ستره ضایعه بلل کيږي .
انا لله وانا الیه راجعون
د شیخ عبدالسلام رستمي لنډ ژوند لیک
زوکړه:
شیخ عبدالسلام د مولوي عبدالرووف رستمي زوی د خیبرپښتونخوا ایالت د مردانولسوالۍ د رستم کلي په کنډر سیمه کې په ۱۹۳۸ ز کال کې په یوه عالمه اومتدینه کورنۍ کې زیږیدلی.
پلار يې په کلي کې امام او خطیب و، همدا راز ترونه او ماماګان یې هم د سیمې ستر علما او مشران و.
زده کړه:
ابتدايي زده کړې یې له خپله والد څخه کړي، وروسته د «فیض الاسلام» په مدرسه کې داخل شو او ۳ کاله یې هلته زده کړې وکړې.
د ابتدايي زده کړو وروسته «دارالعلوم الاسلامیه» کې شامل شو او هلته یې نحوه، صرف، بلاغت، منطق، حنفي فقه، تفسیر او حدیث زده کړ.
شیخعبدالسلام له ماشومتوبه ذکي و، هغه مهال چې نوموړي په مدرسه کې زده کړېکولې د کلي ماشومانو ته يې تحت لفظي ترجمه او د حنفي فقهې ابتدايي کتابونهتدریسول.
د ابتدايي او ثانوي زده کړو وروسته د لویې دروې کولو لپارهاکوړه خټک ته ولاړ. د سیمې مشهورې مدرسې دارالعلوم حقانیې تر څنګ مدرسې کېيې د مولانا عبدالرحمن بهبودي سره د حدیثو لویه دوره وکړله.
شیخعبدالسلام د لويې دورې وروسته په تدریس پیل کړ او په کلي کې یې د ترجمېسربېره د حنفي فقهې کتابونو پر تدریس پیل کړ. همدا راز يې په دعوتي کارونوهم پیل وکړ او وخت پر وخت یې په مناسباتو کې محاضرې وړاندې کولې.
وروستهد مشهور دیني عالم شاه منصور باباجي سره د تفسیر دوره پیل کړه. همدا رازپه شعبان او روژو میاشتو کې يې د پنجاب په راولپنډۍ ولسوالۍ کې د سیمې دستر مفسر او محدث غلام الله خان سره تفسیر دوره وکړله. شیخ غلام الله چې دنومړي ذکاوت او پوهه لیدلې وه نو وصیت يې وکړ چې تر وفات وروسته به د ده پرځای د قران تفسیر شیخ عبدالسلام کوي.
تدریس:
شیخ عبدالسلام تر دېوروسته بېرته خپل کلي «رستم» ته ولاړ او هلته یې د تعلیم القران په نوممدرسه تاسیس کړه. په دغه مدرسه کې به د حدیثو دوې دورې کېدلې یو عوامو اوطالبانو ته او دوهمه دوره علماو او استادانو ته کېدله.
فکري مخالفتونه:
شیخعبدالسلام که څه هم ستر شیخ او ستر عالم و او د خپلو استادانو سره یېسیاسي مخالفتونه هم درلودل خو سربېره پر دې يې د استادانو وړاندې هيڅ نهویل. د مودودي سره یې فکري اختلاف درلود او له همدې امله یې پرې د «احسنالندی في رد من انتقد الصحابي»، په دغه کتاب کې نوموړي د مودوي او د هغهپلویانو زیات ردونه کړي وه.
لیکوال او شناند لطف الله خیرخوا د ماسترۍ دتیزس رساله د شیخ عبدالسلام رستمي پر تفسیر «احسن الکلام» لیکلې، نوموړیلیکي چې شیخ عبدالسلام ورته ویل چې ددغه کتاب په چاپ نوموړی خوښ نه و، ځکهنوموړی د دې هر څه سره مودودي ته په فضیلت قایل دی ځکه نوموړی د دیني مدرسوپرته نورو مکتبونو د اصلاح لپاره ډيره ښه و.
شیخ یواځې د مودوي سرهفکري اختلاف نه درلود، بلکې سربېره پر دې يې په سیمه کې زیات شمېر مخالفینپه بریلویانو، بدعتي ملایانو، قادیانیانو، ملحدینو او سلفیانو کې درلودل. «لطف الله خیرخوا لیکي: شیخ عبدالسلام دغه مهال حنفي و».
شیخ عبدالسلام دبریلویانو ځينې ډلې آن ملحدې او مشرکې بللې، ځکه نوموړی د زیارتونو، بدعتيکړنو، شرکي اعمالو او نورو سخت مخالف و او دغو ډلو په اړه ویل کیږي چې دغهاعمال ترسره کوي.
فکري اختلاف تر دې ځایه ورسېدلو چې په ۱۹۹۱ز کال کې دنوموړي مخالفینو د شیخ عبدالسلام پر مدرسه برید وکړ او په ځوابي برید کې دبریدګرو څخه یو تن ومړ، شیخ ددغې وژنې په تور زندان کې واچول شو خو ۸میاشتې وروسته له زندانه خلاص شو. زندان د نوموړي په ژوند کې جلا تغییرراوست، د زندان دننه یې «تحفة السجن» ولیکلو او همدا راز بې سارې پښتوتفسیر «احسن الکلام» پر لیکلو يې پیل وکړ.
څنګه سلفي شو؟:
لطف الله خیرخوا لیکي چې د شیخ عبدالسلام رحمه الله څخه مې وپوښتل چې ځينې خلک پرتاسو تورونه پورې کوي چې د ریالونو په مقابل کې یې حنفي مذهب پريښې او لهزندانه هم په دې شرط خوشې شوې چې حنفي مذهب به پریږدي، نو شیخ راته داسېځواب راکړ: «دا پر پر ما ستر دروغ او بهتان دی چې ما پسې تړل شوې. ما د مالاو پیسو لپاره مذهب نه دی پريښې، هغه مهال چې د حدیث او تفسیر پر تدریسپیل وکړ، سلفیت مې زړه ته لاره پيدا کړه او دغه مینه مې هله زیاته شوه چې د«غرباء اهل الحدیث» مجله مې لوستله، ددغې مجلې له مقالو اغېزمن شوم او لههغه مهاله سلفي هم شوم خو د سلفیت اعلان مې ونه کړ.
کله چې په ۱۹۹۲ کېپېښور ته راغلم، ځېنې سلفیانو راته مشوره راکړ چې په درسونو کې پر دویردونه ونه کړي، ما دغه مشوره ومنله، وروسته دوی په دې ورسېدل چې زه نورمذهبي نه یم پاتې شوې او له همدې ورځې دا خبر خپور شو چې شیخ سلفي شوې».
نرم او معتدل دريځ
شیخعبدالسلام په سیمه کې دنورو سلفیانو «عام خلک یې وهابیان بولي» په څېرمتشدد او سخت دریځه سلفي نه و. خیرخوا لیکي چې شیخ عبدالسلام ده ته وویل چېدی سلفي دی خو د مذهبونو په مقابل کې دې هيڅ حساسیت او سخت دریځي نه ښيي. دشیخ عبدالسلام له لیکنو هم دا معلومیږي چې نوموړی منځلارې و او همدا لامل وچې ځينو متشددو سلفیانو به ویل چې په شیخ عبدالسلام کې د مذهب رنګ، خوی اوبوي لا پاتې!!!
مدرسه، ګوند او علمي مجلو تاسسیس:
شیخ عبدالسلام په۱۹۹۷ز کال کې د «الجامعة العربية لاشاعة التوحید والسنة» په نوم سترهمدرسه تاسیس کړه همدار راز يې د سلفیانو یو تنظیم د «اشاعة التوحید والسنةالسنیة علی منهاج السلف الصالحین» په نوم تاسیس کړ. سربېره په دې يې د«سیرة السلف» په نوم یې میاشتینۍ مجله تاسیس کړه او د دعوت دایره یې دپاکستان ټولو سیمو ته پراخه کړه.
د مدرسې، تنظیم او مجلې په چلولو کېورسره د سعودي عربانو پراخه مالي مرستې وکړلې او تر دې مهاله یې ورسره کوي. نوموړي د مرګ تر ورځې د مردان په رستم کې د مدرسې او د پېښور مدرسې څارلې،له دغو مدرسو هر کال تر دوه زرو زیات طالبانو د حدیثو او تفسیر دورې کوي. نوموړي نه یواځې دا چې په پاکستان کې يې محاضرې وړاندې کولې بلکې په سعوديکې هم ورته ددې جواز ورکړل شوی و چې هر ځای وغواړي درس او محاضره وړاندېکړي.
تالیفات:
شیخ عبدالسلام د خپل ژوند په اوږدو کې لسګونه کتابونهپه تفسیر، علوم القران، حدیث، فقه، دعوت او اسلامي فکر کې لیکلي. همدا رازلسګونه مقالې په اردو مجلو او ورځپاڼو کې چاپ شوي.
مشهور کتابونه يې دادی:
– احسن الکلام تفسیر (۹ جلده) پښتو
– تفسیر القران العظیم (۱جلد) پښتو
– التبیان في تفسیر ام القران (۱ جلد) عربي
– لطائف القران في تفسیر سورة الفاتحة (۱ جلد) عربي
– الدعوة في القران الکریم – عربي
– الموسوعة القرانیه (۹ جلده) عربي
– رهمنای قران – فارسي
– انکار حدیث سې قران تک – اردو
– معالم الاحادیث المکررة في البخاري – عربي
– الخطبات القرانیة – پښتو او عربي
– احسن الندی علی من انتقدی الصحابي – اردو
– تحفة السجن – پښتو
– سیرة الازم…الشیوعیة- پښتو – عربي
او لسګونه نور کتابونه.
وفات
بالاخرهد زرګونو علماو روزونکی او د حق د لارې داعي دوشنبه، نومبر ۱۷مه۲۰۱۴/ د ورپېښې ناروغۍ له امله د اجل داعي ته لبیک ووایه او په حق ورسېد. روح یې ښاد، یاد یې تل او مغفرت یې نصیب شه.
له نن اسياټکي کام څخه پرمننه