کندهار د هیواد د کرنیزو ولایتونو په کتار کي شمېرل کيږي چي پکښي د باغونو تر څنګ په زیاته کچه ترکاري او حبوبات هم کرل کيږي خو کروندګر يې تر ډېره حده پوري په مروجه طریقه خپلي چاري مخته وړي .
د څو کلونو را پدېخوا یو شمېر بهرنۍ نړیوالي ادارې په دې لټه کي دي چي د هیواد ، په خاص ډول د کندهار کرنیز سیسټم معیاري کړي تر څو ددې ولایت د کرنیزو محصلاتو کچه هم لوړه سي او د امراضو مخنیوۍ هم سوي وي .
یادي ادارې د کرني ریاست سره په همږغي د کروندګرو او باغ لرونکو سره ګډي ناستي جوړوي او هغوئ ته د کرني عصري طریقې ، د امراضو پېژندنه ، د اوبو تنظيم او نوري لاري چاري ورښيي .
د کندهار د کرني ریاست ریس انجنیر احمدشاه روشن وايي چي دعامه پوهاوي دغه ډول ناستو ( ورکشاپونو ) ډېره مثبته نتیجه ورکړې ده په خاص ډول هغه ورکشاپونه او د عامه پوهاوي پروګرامونه چي د کرني ریاست سره په همږغي مخته وړل سوي وي .
نوموړی پر دې ټینګار کوي چي بېله د کرني ریاست د همږغئ څخه هیڅوک باید په خپلسري ډول د کروندګرو په برخه کي پروګرامونه عملي نه کړي ځکه دده په وینا چي دا مهال د کرني په ریاست کي مسلکي کسان لري چي کولای سي هر ډول پروګرامونه مخته یوسي (( د کندهار کرنیز سیسټم اوس ډېر ښه سوئ دئ ، موږ اوس یو لوئ نباتي لابراتوار لرو چي ددې زون په کچه کولای سو پکښي د امراضو تشخیص وکو ، حیواني لابراتوار به هم ډېر ژر پدې ولایت کي فعاله کو ، د مسلکي کسانو کمښت هم نلرو ، هیله مو د مرستندویه موسیسو څخه داده چي زموږ سره په همږغۍ کارونه مخته یوسي ))
یاده دي وي چي په کندهار کي څو کاله وړاندي کروندګر د ډېرو ستونزو سره مخ وه او غیر مسلکي کسانو به ورباندي د زراعتي او مالداري درملو په نامه هر څه پلورل خو اوس چي د کرني ریاست او یو شمېر موسیسو د دوئ لپاره پروګرامونه چمتو کړي او عامه پوهاوی ورکوي تر ډېره حده يې په کرنیز سیسټم کي مثبت تغیر راغلی او د کروندو د امراضو او آفاتو په اړه له یاد ریاست سره تر مشورې وروسته اقدام کوي .
سرچینه : – د سولي کیسې پروګرام