د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله په کویټ کې د آسیا غوره لیګ سیالیو د اتلولي له كټلو او نړیوال جام ته له لار موندنې وروسته تېر ماښام كابل ته راورسېده.
د اسيا غوره ليګ سيالۍ دا ځل په کويټ کې ترسره شوې، چې په کې د افغانستان په ګډون د کوربه هېواد کويټ، سعودي عربستان، نيپال، ماليزيا او د متحده عربي اماراتو د ١٩ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلو برخه اخيستې وه.
يادې لوبډلې ته په كابل هوایي ډګر کې د کرکټ بورډ چارواکو او کارکونکو سربېره د جهادي مشر پیر سید احمد ګیلاني او د کرکټ مینه والو لخوا تود هرکلی وشو.
د کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود رسنیو ته وویل، ملي ۱۹ کلنې لوبډلې سيالو لوبډلو ته په دغو سيالو كې په ستر تفاوت ماتې ورکړه او د آسیا غوره لیګ سیالیو د اتلولۍ خپلولو ترڅنګ يې ۱۹ كلنو نړیوال جام ته هم لاره وكړه.
نوموړي زیاته کړه، د ملي ۱۹ کلنو لوبغاړو بریا د ځوان افغانستان بریا ده او د کرکټ بورډ اداره به نړیوال جام سیالیو کې د ګډون لپاره دوی ته مختلفې تمریناتي موقعې برابرې كړي.