کور / تازه خبرونه / په شمالي وزیرستان کې ٣٤ وسله وال وژل شوي

په شمالي وزیرستان کې ٣٤ وسله وال وژل شوي

پېښور: دبي بي سي د خبرله مخې د شمالي وزیرستان دته خیلو سیمه کې د پوځ او سخت دریځو تر منځ په جګړه کې او د جنګي الوتکو د تازه بمباریو پایله کې درې پاکستاني پوځیان او ۳٤ وسله وال وژل شوي دي.د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی ایس پي آر) ویلي چې د دته خیلو په سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال د پوځ او وسله والو تر منځ په نښته کې درې پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي او اووه وسله وال وژل شوي دي.دغه راز د آی ایس پي آر ادارې ادعا کړې چې د دته خیلو په سیمه کې د جېټ الوتکو په تازه هوايي بمباریو کې ۲۷ سخت دريځي وژل شوي دي.دغه اداره وايي چې په وژل شویو کې د سخت دریځو مهم قومندانان او بهرني جنګیالي هم شامل دي.تر دې وړاندې په شمالي وزیرستان کې د روانو عملیاتو مشر تورن جنرال ظفرالله خان خټک ویلي وو چې سیمه کې د روانو عملیاتو پنځه میاشتې بشپړې شوې او په دغه موده کې د حقاني شبکې او د ختیځ ترکستان غورځنګ له غړو دغه سیمه پاکه کړای شوې ده.د پاکستاني پوځ له خوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې په تېرو پنځو میاشتو کې د شمالي وزیرستان په بېلا بېلو سیمو کې تر ۱۲۰۰ ډېر سخت دریځي وژل شوي او د دوی تر ۲۰۰ ډېر مرکزونه ویجاړ کړای شوي دي.تورن جنرال ظفرالله خان وايي شمالي وزیرستان کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د میر علي، میرانشاه، دته خیلو، بویا او دیګان پراخې سیمې له وسله والو پاکې کړای شوې دي.شمالي وزیرستان کې د عملیاتو له کبله د بې ځایه شويو خلکو د ستنېدو په اړه حکومت کوم ځانګړی پلان نه لري.نوموړی زیاتوي چې د عملیاتو له کبله د حقاني شبکه له شمالي وزیرستانه افغانستان ته تللې ده او دوی د دغې شبکې ګڼ ګاډي هم نیولي دي.ښاغلی خان وايي د عملیاتو په ترڅ کې یې ۲۳ زره کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي موندلي او تر ۴۰۰۰ ډېر د جنګیالیو تونلونه یې له منځه وړي دي.د عملیاتو مشر د امریکا د دفاع ادارې هغه رپوټ رد کړ چې وايی د پاکستان پوځ سخت دریځي د خپلو هدفونو لپاره کاروي.نوموړي وویل په پوځي عملیاتو کې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ قومندانان هم وژل شوي دي او په شمالي وزیرستان کې د دغې ډلې شبکه ویجاړه کړای شوې ده.تورن جنرال ظفرالله خان زیاته کړه:”د پاکستان پوځ دوسله والو د ۲۵ میلیونه کلدارو په ارزښت جګړییزو وسایلو ته چې په کې وسلې، چاودېدونکي توکي، ګاډي، موټرسایکلونه او مخابراتي سیستم شامل دي تاوان رسولی دی”.د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې پاکستاني پوځ ته د اووښتي مرګژوبلې په اړه نوموړي وویل چې په تېرو پنځو میاشتو کې ۴۲ پوځیان وژل شوي او ۱۵۵ نور ټپیان شوي دي.