کابل چاپ ګڼو ورځپاڼو پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د ولسمشر غني له قولهلیکلي؛ له پاکستان سره همکاري مو د بهرني سیاست مهم عنصر دی.
وړاندې په مطلب کې راغلي دواړو هېوادونو ته ګډ ګواښونه متوجه دي؛ خو ګډ فرصتونه هم شته چې دواړه هېوادونه باید ترې ګټه پورته کړي.
د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي؛ نه یواځې افغانستان او پاکستان بلکې سیمه هم له دغو فرصتونو پوره ګټه واخلي.
د سرمقالې په پای کې یادونه شوې افغانستان باید په پاکستان باندې تر ډېره ډیپلوماټیک فشارونه راوړي؛ ترڅو د همکاریو په برخه کې کړې ژمنې عملي کړي.
محور:
د محور په سرمقاله کې راغلي؛ له پاکستان سره د اړیکو په نوي فصل کې باید د فشار له وسایلو پوره – پوره ګټه واخیستل شي.
د لیکوال په اند دا مهال افغانستان پر دې هېواد د فشار له ډلې یو مهم هغه یې اوبه دي؛ که چېرې په کور دننه د اوبو سالم مدیریت وشي؛ نو په اقتصادي لوبه کې به افغانستان دا انتخاب پر سم ځای کارولی وي.
ملي ارمان:
د ملي ارمان ورځپاڼې د سرمقالې لیکوال؛ بیا پاکستان ته د ولسمشر غني سفر ته د شک په سترګه ګوري.
د همدې ورځپانې په سرمقاله کې راغلي؛ ولسمشر اشرف غني سفر پاکستان ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي د سفر په څير دی چې افغان ولس ته یې هیڅ لاس ته را وړنې نه درلودلې.
انیس:
د انیس ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې پاکستان ته د ولسمشر سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو ښه تاثیر اچولای شي.
د لیکوال د معلوماتو له مخې د پاکستان ولسمشر او د دغه هېواد چارواکو په افغانستان کې د دوی لاسوهنه لمس کړې او اوس غواړي چې د ولسمشر غني په ورتګ باندې دغې لاسوهنې ته بل رنګ وکړي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي؛ افغان ولس پاکستان ته ولسمشر غني سفر په نیک پال نیسي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپانې پاکستان د ولسمشر ممنون حسین له قوله لیکلي؛ هېواد یې له افغانستان سره صادقانه مرستې ته چمتو دی.
د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي؛ د افغانستان د سولې موضوع اوس د نړیوالې ټولنې د زیاتو پاملرنو په محراق کې ځای نیولی دی.