د میدان وردګو والي د USAID لسګونو مسؤلینو څخه په دغه ولایت کې د پروژو د پلي کیدو غوښتنه وکړه .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی د امریکا متحده ایالاتونو د نړیوال پرمختیایي ډلې د لسګونه مسؤلینو سره په غونډه کې په دغه ولایت کې د بېلابېلو پروژو د پلي کیدو غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتونو په سفارت کې جوړه شوې غونډه کې،چې د امریکا متحده ایالاتونو د نړیوال پرمختیایي ډلې د بېلابېلو برخو مسؤلینو په کې برخه درلوده،د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي له دوی څخه غوښتنه وکړه،چې د پوهنتون ودانۍ په جوړولو او صنعتي پارک لومړنی کارونو په پیل کیدو کې له دغه ولایت سره مرسته وکړي .
نوموړی زیاته کړه،دوی د ټولګټو چارو په برخه کې د کابل ـ غزني څخه د دوو سړکونو ته اړتیا ده،همدا راز د نرخ څخه تر دایمیرداد ولسوالۍ،د چک څخه تر مرکزي بهسودو پورې، د مرکز میدان څخه تر خروټو او کهنه خمار پورې ۵۲ کیلو متره او جغتو څخه تر چک پورې د سړکونو جوړولو ته اړتیا ده.
هغه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې په چک ولسوالۍ کې د ۲ زره ټنه او په مرکز کې ۵ زره ټنو د سړې خونې جوړېدل او په مرکز میدان ښار کې د لبنیاتو د پروسس د لویې فابریکې د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د میدان وردګو والي د روغتیا په برخه کې د ۲ سوه بستریز روغتون او د معتادینو د درمنلې په موخه په دېرش جریبه ځمکه کې،چې ځمکه هم ورته ځانګړې شوې د یوه کمپلکس د جوړېدو وړاندیز وکړ.
هغه همدا راز په مرکز میدان ښار،نرخ،جلریز،مرکزي بهسودو،جغتو ،سیداباد،دایمیرداد او چک ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د اوبو ذخیري د جوړولو او بیا ترمیم کیدلو په اړه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ده وویل د میدان وردګو ولایت شاوخوا دولس دولتي ادارې ودانۍ نلري،چې د دغه ستونزې په حل کې هم د مرستې هیله لري .
نوموړی همدا راز د پوهنې،کانونو او ګڼ شمېر نورو برخو کې هم د مرستې غوښتنه وکړې .
د امریکا متحده ایالاتونو د پرمختیایي ډلې د بېلابېلو څانګو مسؤلینو ژمنه وکړه،چې دوی یادې ستونزې له ځان سره یاداښت کړې او په مرسته او حل کې به یې تر وروستۍ کچې هلې ځلي وکړي .
دوی زیاته کړه، ډېر ژره به د میدان وردګو مسؤلینو سره یوه بله ناسته ولري،چې په ترڅ کې به دوی د یادو پروژو په اړه د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي.