کور / تازه خبرونه / ملي دفاع وزارت د ۶ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

ملي دفاع وزارت د ۶ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په تصفيوي عملياتو ۶ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۴ تنه ټپيان دي او يو مشكوك كس ژوندى نيول شوى دى.

د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره څخه په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په لغمان او غزني ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، د كابل د بګراميو ولسوالۍ په الوخېل سيمه كې دوه تنه ماين خښوونكي د خپل ماين په چاودنه كې وژل شوي دي.

ملي دفاع وزارت همدارنګه د وسله والو مخالفينو د درنې وسلې بريد كې د ملي اردو د دوو سرتېرو د وژل كېدو خبر هم وركړى دى.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.