پر شکریې بارکزۍ ځانمرګی برید شوی
د کابل پوليس وايي چې په ننني ځانمرګي بريدکې درې تنه وژل شوي او د ولسي جرګې د غړې شکريه بارکزۍ په ګډون ١٧ تنه ټپيان دي.
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي رسنیوته وويل چې په دې ځانمرګي بريد کې د يوې ماشومې په ګډون درې تنه وژل شوي او د شکريه بارکزۍ په ګډون لس تنه ټپيان شوي دي.
برید نن له غرمې وړاندې د دارلامان پر سړک د حبیبیې لېسې مخې ته شوی دی. ویل کېږي چې د چاودنې موخه په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازې شکریې بارکزۍ موټر و.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي چې په دې پېښه کې ٣ تنه وژل شوي او ١٧ نور ژوبل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د کورنيو چارو وزير عمر داوودزي له شکريه بارکزۍ سره ليدلي او دهغې روغتيايي حالت د ډاډ وړ ده او برسېرن ټپي شوې ده.
نور جزيات وروسته پرليكه شي.