کور / تازه خبرونه / جمهور رئیس غني د پاکستان له جمهور رئیس سره وکتل

جمهور رئیس غني د پاکستان له جمهور رئیس سره وکتل

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن شپه له خپل پاکستاني سیال ممنون حسین سره د دغه هېواد د جمهوري ریاست په مقرکې وکتل.

په دغه کتنه کې د پاکستان جمهور رئیس ښاغلي ممنون حسین د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د هغه ملګري پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د پاکستان له اړخه له افغانستان سره د صادقانه همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

ښاغلي ممنون حسین پاکستان ته د جمهور رئیس غني سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي په لاره کې یو بې بېلګې ګام وباله، وې ویل چې هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د رښتینې همکارۍ لپاره په صداقت سره کار وکړي.

ده د ټاپي او د کونړ د برېښنا د پروژو د کار په پیل کېدو باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل، هیله لرم چې دغه مهمې پروژې ژر بشپړې او دواړه هېوادونه د ګډ کار له لارې وکولای شي چې له هغو څخه ښې ګټې ترلاسه کړي.

ممنون حسین د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په اړه له نننیو ترسره شویو بحثونو څخه خوښي څرګنده کړه، وې ویل چې د پاکستان د حکومت لرلید دا دی چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له افغانستان سره ښې او ژورې اقتصادي اړیکې ولري.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د افغانستان د ملي وحدت حکومت چې د افغانستان د خلکو د اکثریت د ارادې استازیتوب کوي، هوډمن دی چې له خپل ګاونډي هېواد پاکستان سره د همکاریو د نوي فصل په پرانیستو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور پیاوړې فضا را منځته کړي.

د افغانستان جمهور رئیس وویل، د همکارۍ د نوي فصل په دې پړاوکې د دواړو هېوادونو پر وړاندې هم ګواښونه او هم فرصتونه موجود دي خو د ګواښونو په پرتله فرصتونه ډېر دي چې دواړه هېوادونه باید له دغو فرصتونو څخه د خپلو ولسونو لپاره ښه ګټه پورته کړي.

جمهور رئیس غني زیاته کړه، کوم خنډونه چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ پر وړاندې موجود دي، ډېر ژر باید له مخې لرې شي تر څو دواړه هېوادونه له یو بل او ټولې سیمې سره ونښلي.