دکندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي ځانمرګي برید ۶تنو ته مرګ ژوبله واړول
چاودنه نن ماپښین د دو نيمو بجو په شاوخوا کي د سپین بولدک ولسوالۍ بازار ته څېرمه د پولیسو پر رنجر موټر سوې
دکندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د پیښي د پخلي تر څنګ وايې ،چي یو ملکي وګړی وژل سوی او پنځه نور ټپیان دی
د سپین بولدک روغتون نوکریوال ډاکتر هم وايې،چي د پیښي له ځایه دوی ته یو مړی او ۵ټپیان ور وړل سوي،چي ملکي وګړي
تر اوسه د پیښی پړه کومي ډلي په غاړه نده اخیستې