کور / تازه خبرونه / د طبيعي پېښو له پاره د چمتووالي غونډه جوړه سوه

د طبيعي پېښو له پاره د چمتووالي غونډه جوړه سوه

د ژمي په رارسېدلو سره د چمتووالي دا غونډه ، چي د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په مشرۍ په ولايت مقام کي جوړه سوې وه ، دسکتوري رئيسانو په ګډون دمرستندويه موسسو مسؤلينو هم پکښي ګډون کړی ؤ .په غونډه کي پر امکاناتو دغور وروسته يوه کمېټه هم جوړه سوه ، څو وخت پر وخت دهمږغۍ غونډي جوړي کړي او دهر راز پېښو پروړاندي چمتو و اوسي .غونډه ، چي دکندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا لخوا پرانيستل سوه ، پر ځينو هغو موادو خبري وسوې ، چي مرستندويه ادارې يې دسيلاب ځپلو او يانورو طبعي پېښو پر مهال دځپل سوو کورنيو سره مرسته کوي .کندهار والي ټينګار وکړ ، ټولي هغه موسيسې ، چي په دې برخه کي کار کوي ، دهغو موادو په اړه معلومات وړاندي کړي ، چي دوئ يې په خپلو زخيرو کي اماده لري او د اړتيا پر وخت کومه ستونزه ونه لري ، چي د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټرتوريالي ويسا دغوښتني سره سم د ټولو موسيسو موسؤلينو هم په وار سره غونډي ته معلومات وړاندي کړل او زياته يې کړه ، چي دخوراکي او غيري خوراکي توکو په برخه کي کومه ستونزه نه لري او که خدای مکړه کومه پېښه رامنځته سي ، نو دوی چمتو دي ، څو اړمنو کورنيو ته ډېر ژر مرستي ورسوي او لاسنيوی يې وکړی.
د Save the children ,ION,WFP,DRC UNICEF,OCHA, سرې مياشتي ، عامي روغتيا ،کلو او پراختيا ، ښاروالۍ ، ملي اردو او ملي پوليسو او طبعي پېښو په وړاندي دمبارزې رياست مسؤلينو په وار سره خبري وکړې او دهغو توکو په اړه يې معلومات ورکړل ، چي دوی يې په ژمي کي دضرر منو کورنيو سره مرسته کوي . دوی وويل ، چي دتېرو کلونو څخه په تجربه دبشپړ خوراکي او غيري خوراکي توکو چمتووالی لري او دپښو پر مهال به کومه ستونزه رامنځته نه سي .دکندهار ښاروالۍ استازي وويل ، دوی اتيا سلنه هغه کانالونه او پاتاوونه هم پاک کړي ، چي نور کلونه به د اورښتونو پروخت واټونو او کورنونو ته اوبه اوښتې ، چي سږکال به يې مخه نيول سوې وي .په غونډه کي د اړينو امکاناتو تر ارزوني وروسته کندهار والي دټولو دولتي ارګانونو او مرستندويه ټولنو مننه وکړه ، چي د اړتيا پروخت دبشري احساس له مخي مرسته کوي او خلګ له مرګه ژغوري .هغه ټينګار وکړ ، چي که خدای مکړه کومه پېښه رامنځته کيږي نو ټول ادارې ، چي په غونډه ګي ګډون لري بايد چمتو او اماده وي هغه ددې پروسې دلاښه سبالښت په موخه دسرې مياشتي ، کلو پراختيا ، اوچا، مهاجرينو چارو رياست ، عامي روغتيا او طبعي پېښو په وړاندي دمبارزې رياستونو په ګډون يوه بېړنۍ کمېټه هم جوړه کړه ، څو وخت پر وخت غونډي جوړي او دستونزو دحل په موخه ښه همږغي رامنځته کړي .والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا دغه راز دطبيعي پېښو پر مهال درضاکاره ټېمونو يادونه هم وکړه او په دې برخه کي يې دښونځيو زده کونکي او دپوهنتون محصلين وړ کسان وبلل ، څو داړتيا پروخت ځيني ګټه واخيستل سي اوپه منظم ډول ضررمنو کورنيو ته مرستي ورسيږی.