کور / تازه خبرونه / قاري ميرحاتم د سنا مجلس غړى سو

قاري ميرحاتم د سنا مجلس غړى سو

د ټاکنو له لارې د لغمان له ولایتي شورا څخه یو تن مشرانو جرګې ته د منتخب استازي په توګه ور وپیژندل شو.
د لغمان ولایت د مرستیال جمعیت الله حمیدي، د یوناما او مدني ټولنو د استازو په شتون کې د لغمان ولایتي شورا په خپل منځ کې د مشرانو جرګې لپاره د یو تن استازي د ورپیژندلو په موخه رایه اچونه تر سره کړه.
د مشرانو جرګې د غړیتوب لپاره د همدې شورا اوسني وکیل او د پخوانۍ شورا رئیس قاري میر حاتم تره خیل او وکیل عتیق الله عبدالرحیمزي ځانونه نومولي ول چې د شورا د نهو تنو غړیو څخه د پنځو رايو په خپلولو سره قاري میر حاتم تره خیل وکولی شو چې د سنا مجلس غړیتوب تر لاسه کړي.