کور / تازه خبرونه / يو کانال د ګټي اخستني له پاره جوړ سو

يو کانال د ګټي اخستني له پاره جوړ سو

د میدان وردګو ولایت،جلریز ولسوالۍ په میرګل سیمه کې د ثبات پروګرام له لورې د نږدې یو میلیونه افغانیو په مالي لګښت یو کانال تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه کانال،چې ۲ سوه متره مربع مساحت لري،د کلیو پراختیا ادارې د ثبات پروګرام له لورې د ۶ میاشتو په موده کې د ۷۵۰۰۰۰ اوه سوه پنځوس زره افغانیو په مالي لګښت جوړ شوی .
د یاد کانال څخه د جلریز ولسوالۍ د موسی خیلو د قلعه میرګل سیمې شاوخوا دوه زره کسان ګټه اخلي .
د یادونې وړده،په یاده سیمه کې په جلریز کې د ثبات پروګرام ۲۷ پرمختیايي پروژو څخه یې ۱۱ ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او پاتې نور یې تر کار لاندي دي .
د یاد کانال د ګټې اخیستنې په مراسمو کې،د جلریز ولسوال سربیره ګڼ شمېر مخورو او د سیمې اوسیدونکو برخه درلوده .
د جلریز ولسوال ښاغلي نقیب الله حیدري د ثبات پروګرام څخه مننه وکړه،چې په دغه ولسوالۍ کې د بیارغاونې بهیر کې اوږد مهاله کارونه ترسره کوي .
نوموړی همدا راز د سیمې خلکو ته لارشوونه وکړه،چې له یاد کانال څخه په ښه توګه د ګټې اخیستنې ترڅنګ ساتنه هم وکړي .