کور / تازه خبرونه / د حاجي ميروېس خان نيکه د لېسې پر مدير ټکان وسول

د حاجي ميروېس خان نيکه د لېسې پر مدير ټکان وسول

ناپېژاندو وسله والو د کندهار ولايت د حاجي مېروېس خان نيکه د ليسې پر مدير حاجي وحيد الله احمدي ټکان کړي او هغه ئې وژلى.
پېښه په څلرمه حوزه کي ، نن سهار هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله نوموړى د خپل کور څخه د ليسې پر خوا روان وو.
د يادوني وړ ده چي په کندهار ولايت کي نوموړى يو له ښو مديرانو څخه وو چي له امله ئې ليسه هم د منظمو ليسو په قطار کي ولاړه وه .
په کندهار ښار کي نوموړى يو له هغو مديرانو څخه وو چي پر همدې وظيفه ئې تر بل هر چا ډېر وخت تېر کړى وو.
د دې پيښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى.