كه چېرې د ډيورند دكرښې له اغاړې زموږ پر خاوره ددولت دمخالفينو له لوري يو ډز وشي نو په مقابل كې يې لس ډزې له دې خوا ورباندې كيږي . دا خبره د كندهار امنيه قوماندان د ولايتي شورا د غړو دلوړې له مراسمو څخه وروسته رسنيو ته وكړه . نوموړي دا هم وويل چې د كندهار دمرستيال والي قاتلين به هم ډېر ژر ونيسي .
ده په غورك كې هم ددولت دوسله والو مخالفينو د كلكې ماتې خبر وركړ .
د كندهار ولايتي شورا ته د برياليو وكيلانو دلوړې له مراسمو وروسته دكندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرازق رسنيو ته وويل چې ددولت وسله وال مخالفين هره ورځ او هرساعت د ډيورند كرښې له اخوا پر نږدې سرحدي ولسوالیو بریدونه کوي
نوموړي وايې،چي دوي هم د خپلو امکاناتو سره سم د مقابل لوري د یوه ډز ځواب په لسو ډزو ورکړی دئ
د كندهار امنيه قوماندان د كندهار د مرستيال والي عبدالقديم پتيال د وژونكو دنيولو په اړه وويل چې په دې اړه ددوى پلټنې روانې دى او ډېر ژر به هغه كسان ونيسي چې د كندهار دمرستيال والي په وژنه كې يې لاس درلود .
جنرال عبدالرازق په غورك ولسوالۍ كې ددولت دوسله والو مخالفينو د بريدونو په اړه وويل چې د غورك په ولسوالۍ كې د دولت وسله والو مخالفينو د اتو كليو اوسيدونكي په يرغمل نيولي وو او پر يو شمېر امنيتي پوستو يې بريدونه تر سره كړي وو چې د عملياتو په پايله كې ددولت دېرش تنه مخالفين ووژل شول او نور له سيمې څخه په تېښته بريالي شول . دده په وينا په دې عملياتو كې د غورك امنيه قوماندان او درې تنه سرتيري هم وژل شوي .