کور / تازه خبرونه / زابل: دولایتي شورا استازو لوړه وکړل

زابل: دولایتي شورا استازو لوړه وکړل

نن د زابل په ولایت مقام کې د ولایتي شورا بریالیو استازو د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لوړه وکړه.
د لوړې په دغو مراسمو کې د زابل د ولایتي شورا د بریالیو استازو ترڅنګ د دې ولایت ملکي او نظامي چارواکو، د سولې شورا غړو، قومي مخورو، مدني فعالانو او خبریالانو برخه لرله.
د ولایتي شورا دغه نهه تنو بریالیو استازو ته د زابل د سرپرست والي محمد اشرف ناصري له خوا لوړه ورکول سوه.
د زابل سرپرست والي محمد اشرف ناصري بریالیو استازو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ هیله وښوده چې خپل مسولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.

د غونډې په لړ کې د ولایتي شورا نويو استازو ته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا چمتو سوي باور لیکونه هم ورکول سول.
د ولایتي شورا بریالیو استازو هم ژمنه وکړه چې په دې ولایت کې د پرتو ستونزو په وړاندې به مبارزه وکړي او د حل لارې چارې به ورته ولټوي.
د ولایتي شورا یو شمېر استازو وویل چې د قانون حاکمیت، د فساد په وړاندې مبارزه، د پوهنې د بهیر پراختیا، بیارغاونې ته پاملرنه او د خلکو د ستونزو راسپړنه به یې د کار لومړیتوبونه وي.

د زابل ولایتي شورا یوولس غړي لري چې نهه تنه یې لومړی او دوه نور مشرانو جرګې ته د دوه تنه سناتورانو تر ټاکل کېدو وروسته دې شورا ته لاره پیدا کوي.