کور / تازه خبرونه / ٤٨ بېلابېلي پروژې د کار اخستني له پاره وړاندي سوې

٤٨ بېلابېلي پروژې د کار اخستني له پاره وړاندي سوې

د څه باندې ۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۸ بیلا بیلې ټولګټې پروژې؛ چې چارې یې بشپړې شوې وې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لغمان د مرستیال والي جمعیت الله حمیدي له لوري د ۳۶ شوراګانو هغه ۴۸ پروژې چې چارې یې د درې کلونو په موده کې بشپړې شوې وې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه پروژې چې پلچکونه، د لارو او کوڅو جوړول، د څښاک د اوبو څاګانې، د جرګو تالارونه، محافظوي او استنادي دېوالونه، کوچني کانالونه او ځینې نورې په کې شاملې دي د لغمان ولایت د مرکز اړوند په ۳۷ کلیو کې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د ملي پیوستون د پروګرام او د ولسونو په مالي لګښت تطبیق او سرته رسیدلي چې په زرګونه خلک یې له ګټو برخمن شوي دي.
د پورته ذکر شوي رقم څخه یې څه دپاسه ۵۲ میلیونه افغانۍ د ملي پیوستون د پروګرام له لارې لګول شوي او څه باندې ۶ میلیونه یې د ولسونو ونډه ده چې په یادو پروژو کې یې اخیستې ده.