کور / تازه خبرونه / دزابل ولایتي شورا استازي دولایتي روغتون مسولین په بې کفایتي او اداري فساد تورنوی

دزابل ولایتي شورا استازي دولایتي روغتون مسولین په بې کفایتي او اداري فساد تورنوی

دزابل دولایتي شورا نویو استازو دیوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال ددې ولایت ولایتي روغتون مسولین ناروغانو ته په نه پاملرنه، بې کفایتي او اداري فساد تورنوي.
دولایتي شورا استازو ډاکټرزلمی زابلي، عطاجان او محمدعمر عمري وايي چې ولایتي روغتون ډاکټران، روغتیا پالان او کارکوونکي غیرمسلکي او دناروغانوپه تداوي کي پاته راغلي او ددې توان نلري چي یاد روغتون اداره او خلګو ته خدمات وړاندي کړي.
دوی همداز وايي چي دولایتي روغتون مسولین ناروغانو ته ددرملو نه ورکړې ترڅنګ په روغتون کې دچټل چاپیریال لکبله ناروغانو ته دتداوي پرځای نوري ستونزي جوړوي چي نور دوی ته دزغملو وړندی.
یاداستازي دولایتي ادارې او مرکزي دولت څخه غوښتنه کوي چي ژر ترژره یادې ستونزي حل کړي.

بل لورته بیا یوشمېر ناروغانو په ولایتي روغتون کې درسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چي دوی په ساعتونو ساعتونو وډاکټرانو ته انتظار کوي خو بیا هم دډاکټران يې تداوي نکوي اود ۸ بجو پرځای ۱۲ بجې وروغتون ته راځي.
دوی وايي چي په روغتون کي ددرملو نه ورکړې ترڅنګ شفري نسخې ورکول کیږي چي دوی ته يې ګنې ستونزي جوړي کړي دي.

خو دزابل دولایتي روغتون امر زلمی رښتین که څه هم دروغتیاپالانو دغیرمسلکي توب خبره مني خوپردوی باندي هرډول لګیدلې تورنه ردوي اودخدماتو دشه والي خبره کوي.
ښاغلی رښتین وايي چي ټول ډاکټران يې مسلکي او خلګو ته شپه او ورځ خدمات وړاندي کوي.

په زابل کي دولایتي شورا استازي پداسي حال کي پرولایتي روغتون دبې کفایتي او فساد تورنه لګوي چي څه موده وړاندي دیوې میرمنې زوی ادعاکول چي مور يې په ولایتي روغتون کې دډاکټرانو دبې پروايي لکبله دماشوم زیږونې پرمهال ژوند دلاسه ورکړ.