په لغمان کې د ولایتي شورا د درېیمې دورې بریالیو وکیلانو د لوړې مراسم پر ځای کړل.
د لغمان د مرستیال والي جمعیت الله حمیدي له لوري په داسې حال کې چې د دې ولایت د ملکي او نظامي ادارو چارواکیو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، د مدني ټولنو او په ختیز کې د یوناما استازو او ګڼ شمیر ځوانانو هم شتون درلود د ولایتي شورا د درېیمې دورې بریالیو وکیلانو ته لوړه ورکړل شوه.
پیل کې د ولایت مرستیال ټولو بریالیو وکیلانو ته د ولایتي ادارې او په ځانګړې توګه د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي په استازۍ د مبارکۍ ویلو تر څنګ د ولایتي شورا د پخوانیو وکیلانو په هلو ځلو، ولایتي ادارې ته په امنیتي او انکشافي برخو کې د نیکو سلا مشورو په ورکړې او ګڼو نورو فعالیتونو چې دوی د خپل وکالت پر مهال سرته رسولي ول رڼا واچوله او تر څنګ یې نویو کامیاب شویو وکیلانو ته سپارښتنه وکړه چې د پخوانیو پل دې تعقیب او د ولایتي ادارې سره دې د چارو د لا ښه سمون په برخه کې په شریکه مټې را ونغاړي.
بیا ورپسې په وار سره د پخوانیو وکیلانو په استازولۍ ګلزار سنګروال، د قومونو په استازۍ حاجي شامرد خان او د علماوو په استازولۍ مولوي عبید الله الکوزي د ولایتي شورا د دوېیمې دورې د وکیلانو په کړنو او دغه راز د ولسونو او ولایتي شورا سره د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي په نیک سلوک او ښې همغږۍ تفصیلي خبرې وکړې.
د غونډې په پای کې د ولایتي شورا پخواني رئیس قاري میر حاتم تره خیل هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دوی په هغو ژمنو چې د ولسونو سره یې مخکې کړي اوس هم پر هغو ولاړ او لکه د تیر په څیر به د ولسونو په خدمت کې اوسي.
د یادونې ده چې د لغمان ولایتي شورا ټول نهه غړي لري چې له دې جملې یې دوه میرمنې دي.