کور / تازه خبرونه / د ٢٨ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د ٢٨ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ۴۷ تنه ټپيان دي او ۴ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، لغمان، کندوز، بدخشان، بلخ، کندهار، زابل، اروزګان، خوست او پکتيا ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې، مهمات او ۲۳ كړۍ ماينونه هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.
په دې اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ويلي.