د کندهار د والي مرستيال عبدالقدیم پتیال چي پرون ویشتل سوئ او وژل سوئ، نن ماپښین يې جنازه د کندهار پوهنتون د مشاهرو په هدیره کي خاورو ته وسپارل سوه.
.د جنازې په دغه مراسمو کي کندهار والي پوهاند ډاکټر توریالی ویسا ، د پارلمان او ولایتي شورا وکیلانو، لیکوالانو ، ادیبانو او په سلګونو سپین ږيرو او ځوانانو ګډون کړی جنازې تر مراسمو وروسته کندهار والي پوهاند ډاکټر توریالي ویسا د رسنیو سره په خبرو کي شهید پتیال پر وطن او سولي مین کس وباله او د هغه مړینه يې یوه لویه او نه جبرانېدونکې ضایعه وبلل.ښاغلي ویسا د شهید عبدالقدیم پتیال د قاتلینو د نیولو په اړه وویل ، چي امنیتي اورګانونو ته يې دنده سپارلې تر څو جدي څېړیني او پلټني وکړي او د شهید قاتلین ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري .ده همدارنګه زیاته کړه ، چي جمهور رئيس محمد اشرف غني هم یو پلاوی ټاکلی او ډېر ژر به کندهار ته راورسیږي
.ارواښاد عبدالقديم پتيال د حاجي سردارمحمد زوی او په ۱۳۶۲ ه ش کال کي د کندهارښار په لومړۍ ناحيه کي زېږېدلی ؤ ..پلرنی ټاټوبی يې کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د کوهک کلی ؤ.عبدالقديم پتيال په ١٣٨٨يم کال کي له ښوونځي څخه فارغ او په ١٣٨٩يم کال کي يې د کانکور ازموينه ورکړه، چي په لوړو نمرو د کندهار پوهنتون د تعليم او تربيې پوهنځۍ د پښتو ادبياتو څانګي ته بريالى سو.ارواښاد د پښتو تر څنګ په دري او انګليسي ژبو پوره برلاسی او وخت پر وخت يې په همدې ژبو په ډېره روانه لهجه په مجالسو کي خبرې کولې
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه