کور / تازه خبرونه / اولسي وګړو د ښوونځي له پاره مځکه رانيوله

اولسي وګړو د ښوونځي له پاره مځکه رانيوله

چارواکي وایي د میدان وردګو جلریز ولسوالۍ کې یو شمېر قومونو د بې بې عایشې په نوم د ښوونځې ودانۍ جوړولو په موخه پخپل لګښت یو جریب ځمکه واخیسته.
په جلریز ولسوالۍ کې د بي بي عایشې په نوم د انجونو عالې لیسې ودانۍ نه درلوده او زده کوونکې زدکړې د ولسوالۍ په مرکزي جومات کې ترسره کولې .
د سیمې اوسیدونکو پخپل لګښت یو جریب ځمکه تر اخیستلو وروسته د پوهنې ریاست ته سپارلې،ترڅو ورته د یادې لیسې لپاره ودانۍ جوړه کړي .
د جلریز ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالرزاق وویل دغه ځمکه یې په ۴ میلیونه افغانۍ اخیستې،چې د سیمې له خلکو راټولي شوي دی .
نوموړی زیاته کړه،چارواکو تر دې وړاندې د یادې لېسې د ودانۍ جوړولو پر وړاندې ستره ستونزه د ځای نشتوالی په ګوته کولو،چې د ولسونو لخوا یې دغه ستونزه حل شوه.
هغه غوښتنه وکړه،چې ژر دې ولایتي اداره د دغه لیسې د ودانۍ جوړولو چارې پیل کړي .
د پوهنې ریاست په پلان کې لري،چې له مرکز څخه د پرمختیایي بودیجې په رارسیدو سره سم لومړنی پرمختیایي کار د جلریز ولسوالۍ د بې بې عایشې عالی لېسې ودانۍ جوړه کړي .
د میدان وردګو والي ښاغلی عبدالمجید خوږیاڼی د ولسونو له لورې پخپل لګښت د ښوونځې ودانۍ ته ځمکه اخیستل یو نیک ګام بللی او د ټولو هغه کسانو څخه یې مننه او ستاینه وکړه،چې د یادې ځمکې اخیستلو په لګښت ورکولو کې برخه اخیستې .
هغه د جلریز ولسوال نقیب الله حیدري څخه هم مننه وکړه،چې ولسونه یې ته هڅولي ترڅو له حکومت سره په پرمختیایي چارو کې یو ځای کار وکړي .
د یو بل خبر له مخې په جلریز ولسوالۍ کې ۶۴ ښوونکو ته ۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
دغه ورکشاپ چې د یونسکو په مالي لګښت جوړ شوی،په ترڅ کې به یاد ښوونکو ته د زده کوونکو د لومړنیو زدکړو په اړه معلومات ورکړل شي .
له دغه روزنیز ورکشاپ وروسته به یاد ښوونکو له لورې په ټولیز ډول شاوخوا ۳۲۰۰ زده کوونکو ته د ژوند لومړنۍ زدکړې ورکړل شي .

درنښت

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند