کور / تازه خبرونه / د تېر کال د کړونو په اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل سول

د تېر کال د کړونو په اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل سول

دغه ټکی د میدان وردګو مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطان د دغه ولایت په مقام کې د امن تر عنوان لاندې په جوړ شوي کنفرانس کې وکړ.
په دغه کنفرانس کې، د دې ولایت د بېلابېلو اداور د مسؤلینو سربیره،د مدني ټولنو د فدراسیون رئیس صدیق انصاري،د دغه ټولنې غړي جنرال زلمي وردګ،د ساداتو قومي شورا مشر احمدي سادات او ګڼ شمېر نورو برخه اخیستې وه .
د میدان وردګو مرستیال والي ښاغلي ذاکر حسین سلطاني وویل د دغه ولایت ټولې ادارې چمتوالی لري،چې هر مهال د مدني ټولنو پوښتنو ته ځوابونه ووایي .
نوموړی زیاته کړه،مدني ټولنې همیشه د اولس او حکومت ترمنځ د پول رول لوبولی او هغه ستونزې،چې د اولس په منځ کې شتون لري،د حل په موخه تر لوړ پوړو چارواکو رسولي دي .
کنفرانس کې د د دغه ولایت د بېلابېلو ادارو مسؤلینو د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د خپلو ترسره شویو فعالیتونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او هم یې د دوی د کارونو پر وړاندې شته ستونزې څرګندې او وړاندیزونه یې وکړل .
د مدني ټولنو د فدارسیون رئیس صدیق الله انصاري وویل دوی موخه لري،چې د سولې د رامنځته کیدو په برخه کې جدي هلي ځلي وکړي او د همدغه کار لپاره یې ګڼ شمېر کارونه هم ترسره کړي دي .
هغه زیاته کړه،د سولې شورا د مخالفینو او حکومت ترمنځ د منڅګړیتوب چارې پر مخ نشي وړی،خو د حکومت د یوې سرچینې په توګه کولای شي خپل فعالیت ترسره کړي .
د هغه په وینا د مخالفینو او حکومت ترمنځ د مځنګړیتوب فعالیت یواځې د سولې نړیوال سازمان کولای شي،چې د ګڼ شمېر هېوادونو په غړیتوب جوړدی .
مدني فعال جنرال زلمي وردګ بیا د حکومت نه پاملرنه،د ولسونو کمزوري همکاري هغه څه وبلل،چې د سولې د رامنځته کیدو پر وړاندې لویه ستونزه ده.