کور / تازه خبرونه / په يوه ترافيکي پېښه کي ١٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په يوه ترافيکي پېښه کي ١٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په لغمان کې د یوې ترافیکي حادثې له امله ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
نن سهار د د لسو بجو په شاو خوا کې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د فرمانخیلو په سیمه کې د سراچه او سوزوکى موټرونو د ټکر له امله د الټو د چلونکي په ګډون یوه میرمن هم هغه مهال شهیده شوې چې په الټو موټر کې د ګیسو ډبې اور اخیستی؛دغه راز شپږ تنه نور هم په دغه پیښه کې زخمیان شوي دي چې دا مهال د لغمان د عامې روغتیا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
په زخمیانو کې ۵ کوچنیان، ۴ نارینه او ۲ میرمنې شاملې دي چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.