کور / تازه خبرونه / پاکستاني طالبانو خپل ویاند شاهدالله شاهد لرې کړى

پاکستاني طالبانو خپل ویاند شاهدالله شاهد لرې کړى

اسلام اباد: دبي بي سي دخبرله مخې پاکستاني طالبانو ویلي، خپل ویاند یې شاهدالله شاهد له دې کبله لیرې کړی، چې له “اسلامي دولت” ډلې سره یې خپل بیعت اعلان کړی و.د پاکستاني طالبانو تحریک وايي، د ښاغلي شاهد ځای ناستی یې ټاکلی، خو نوم یې نه دی په ډاګه کړی.پاکستاني طالبانو په یوه ویناپاڼه کې د افغان طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره خپل ملاتړ اعلان کړی.تېره اونۍ د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند شاهدالله شاهد او پنځو نورو پاکستاني طالب قومندانانو د “اسلامي دولت” له هغې ډلې سره خپل بیعت اعلان کړی و، چې د عراق او سوریې پر ډېرو برخو واکمنه ده. د پاکستاني طالبانو ویناپاڼه وايي، شاهدالله شاهد د دوی د ویاند یو مستعار نوم و، چې اصلي نوم یې شیخ مقبول و.په اسلام اباد کې هارون رشید وايي، دا د پاکستاني طالبانو د تحریک په منځ کې یوبل درز دی، چې وړاندې یې د وېشل کېدا اټکل شوی و.تېره اونۍ د پاکستاني طالبانو مشر منلې وه، چې ددوی ویاند شاهدالله شاهد او پنځو نورو جګپوړو طالب قومندانانو د ملا محمد عمر په مشرۍ شک ښودلی و او د پاکستاني طالبانو له تحریکه ووتل.پاکستاني طالبانو د اسلام اباد د ادارې پرضد فعالیتونو ته دوام ورکړی سرچینه وايي، په دغو کسانو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د اورکزیو، کورمې ایجنسۍ، او خیبر قبایلي سیمې، پېښور او هنګو ولسوالیو مشران هم دي.د اورکزیو د طالبانو مشر سعید خان د پاکستاني طالبانو له تحریکه په جلا کېدو دغې ډلې ته یو لوی ګوزار دی.د طالبانو د تحریک یوه لوړپوړي مشر له یوه نامالوم ځایه د تیلیفون پر کرښه وویل: “هغه له تحریک نه د پنځو وتلو کسانو په ډله کې تر ټولو مهم کس و. نور کسان ډېرې مهمې څېرې نه وې”.