کور / تازه خبرونه / … د ميدان وردګ ولايت مطبوعاتي اعلاميه

… د ميدان وردګ ولايت مطبوعاتي اعلاميه

دځينو برېښنايزو رسنيو د تورونو په وړاندې د ميدان وردګ ولايت مطبوعاتي اعلاميه


٣٠-٣-١٣٨٧ل.ل


 له څو ورځو راهسې  په ځينو ويبپاڼو کې داسې خبرونه او مطالب چاپيږي، چې ګواکې  ميدان وردګ ولايت سقوط کړى او په نامعلوم برخليک اخته دى.


او همداشان دغه رسنۍ ادعا کوي، چې دغلته اوس چارې په ټپه ولاړې دي او واګي د يوڅو بې کفايته چارواکيوته په لاس ورغلي دي. او همداشان  امنيتي چارواکي  دامنيت په خرابۍ کې لاس لري.


همدغسې په يوې ويبپاڼه کې راغلي، چې دميدان وردګ ولايت والي ښاغلى عبدالجبار نعيمي له خپلې ډلې  او بار بستر ې سره په ګډه داستعفى له امله ولايت بې سرنوشته  پرې ايښى دى.


دميدان وردګوولايت مشرتابه پلاوى دغه ادعاوې بې ځايه بو لي او تش په نامه تورونه يې ګڼي. ځکه  امنيت يواځې په ميدان وردګ کې نه بلکې د هېواد په نورو سيمو کې هم خراب دى، خو دومره خراب هم ندى، لکه څنګه چې په دغو پاڼو کې ويل  کيږي.


همداشان په دغه ولايت کې ټول چارواکي پر خپلودندو اخته دي او ټول چارواکي  خپلو هېوادوالو ته چوپړ وهي.


همداشان  تر کومه ځايه چې دوالي ښاغلي عبدالجبار نعيمي خبره ده. هغه خپله استعفى په قانوني تو ګه ورکړې او دنده يې پرې ايښې ده. او پاته نور ټول چارواکي پر خپلو دندو اخته دي او په عادي  ډول خپل کارونه مخته بيائي.


په اخر کې هيله کوو، چې مطبوعات هغه څه خپاره کړي، چې د هېوادوالو او غمځپلي ولس ترمنځ هيلې راپيدا کړي، نه هغه څه چې د هېوادوالو په دېرش کلنو ټپونو مالګې ودوړوي.


په ډېر درناوي
دميدان وردګ ولايت د مشرتابه پلاوى