په جنوري ۱۹۸۹ء کې شوروي پوځونه له افغانستانه ووتل، پر پنځلسمه فروري په لاس اينجلس ټايمز ورځپاڼه کې د يو افغان دانشور او استاد ليکنه خپره شوې، په دغه ليکنه کې پر امريکه زور راوړل شوی چې نور دې افغانستان ته د وسلو روانه څپه ودرول شي، افغانان دې پخلاينې او يووالي ته پرېښوول شي او امريکه دې د پاکستاني جنرالانو له ملاتړه لاس په سر شي څوک چې د افغانستان راتلونکی په خپله خوښه فېصله کول غواړي، افغانان وسلو ته نه بلکې سياسي او اقتصادي مرستو ته اړتيا لري، که د وسلو څپه ونه درېده او د پاکستان و ايران ملاتړ پرې نه ښوول شو نو افغانستان او سيمه به له يوې خطرناکې تباهۍ سره مخامخ شي.
امريکې دې خبرو ته غوږ کښېنښود او په نوي يمه لسيزه کې په افغانستان کې هم هغه څه وشول چې دې افغان دانشور يې وړاندوينه کړې وه، دا افغان دانشور ډاکټر اشرف غني احمدزی و چې هغه وخت په امريکا کې د انتهروپولوژي استاد او دانشور و او د روان کال پر ۲۱م سپټمبر د افغانستان ولسمشر وټاکل شو.
له دانشورۍ تر ولسمشرۍ، اشرف غني د افغانستان د لويې غميزې په هکله خپله يوه رايه لرلې، بې طرفه نه دی پاته شوی خو دا لوی خصوصيت يې ضرور لرلی چې د افغانستان په دومره لويه غميزه کې يې خپل لاسونه په وينو او ادارې فساد ککړ کړي نه دي.
په دنيا کې د ناکامو او ماتو رياستونو د خصوصياتو او نظرياتو په هکله د يو لوی مفکر په حېث پېژندل شوي اشرف غني په افغانستان کې د يو اوږد جنګ او تصادم څخه د راوتلي ټولنې او د نړېدلي رياست د بيا پر پښو دروني په پروسه کې د ملي يووالي حکومت ايجنډه له خپل سيال ډاکټر عبدالله عبدالله سره طې کړه او د خپلې انتخابي پاليسۍ “تحول” او “تداوم” په رڼا کې يې د افغانستان ټولنه او رياست له هغه ممکنه ټکر څخه وژغوره چې د افغانستان دښمنان يې په انتظار ناست وو. د ولسمشريزو ټاکنو په نتيجه کې ډاکټر اشرف غني ولسمشر او د ملي يووالي د حګومت د موافقې له مخې ډاکټر عبدالله عبدالله اجراييوي مشر يا چيف ايګزيکټيو وټاکل شو.
په تېرو ديارلسو کلنو کې ډاکټر اشرف غني د روان جمهوري عمل، بيا رغونې او لېږدونې په پروسو کې شريک پاته شوي و او خپل خدمات يې افغانستان ته وړاندې کړي و. په دې دوران کې له ۲۰۰۲ء تر ۲۰۰۴ء پورې د افغانستان د خزانې وزارت ورسره و، هغه د افغانستان د حکومت، نړېوال مشارکت او معيشت په هکله يو فکر درلود او د خپل دا فکر يې په خپل يو کتاب “د عادلانه نظام لار” کې هم وړاندي کړی دی.
په خپل دې کتاب کې ډاکټر غني يوه په زړه پورې کيسه راوړې، ليکي: “د عبدالرحمان خان د سلطنت په دوره کې د جلال آباد-تورخم پر لويه لاره يوې قافلې خپل مالونه يوه کلي ته نيزدې ښکته کړل او ويده شول، غلو د ويدو سوداګرو مالونه پټ کړل او په تروږمۍ کې ورک شول. سهار چې سوداګر له خوبه ويښ شول او په بيړه يې ځانونه د امير دربار ته ورسول. امير ورته ووئيل: آيا تاسې نه پوهېدئ چې د هغه کلي خلک له څېرمې غله دي او تاسې بيا هلته ويده شوئ؟ سوداګرو ورته ووئيل چې موږ فکر کاوه چې د امير د هيواد په قلمرو کې امنيت ټينګ دی نو که موږ ويده شو امير خو به ويښ وي. امير ورته په ځير وکتل او وې ويل: “تاسې اوس لاړ شئ زه به يوه اونۍ وروسته ستاسې مالونه په بشپړه توګه درته تسليم کړم.” غلو غلا کړې وه خو د امير د دبدبې او هېبت له امله يې انډي نه وو تقسيم کړي، کله چې کلي ته عسکر ورسېدل غله څرګند او مالونه يې ترې يووړل، لومړی يې سوداګرو ته خپل مالونه ورکړل او بيا يې غله قاضي ته وسپارل.”
ډاکټر غني ددې کيسې په مرسته د رياست جوړونې د هغې پروسې د بيا پېلېدا او لا غوړېدا هيله څرګندوي چې د امير عبدالرحمان خان په دوره کې د يو منظم کوشش باوجود سر ته نه وه رسېدلې. يو سوچ دا هم دی چې په افغانستان کې د رياست د ناکامېدو د عمل ټوله ملبه د پښتنو پر سر ولوېده، د پښتنو په سيمه کې د روان خونړي دور زڼی د رياست د ناکامېدو د عمل په ملبه کې پروت دی. ډاکټر غني په دې اند دی چې په افغانستان کې د رياست په رغولو د خلکو ژوند ته ثبات، امنيت او سوکالي راوړل کېدلی شي او دا هغه وخت کېدلی شي چې واکمنان د نظام د جوړولو اصول تعقيب کړي، ولس يې خدمت ته حاضر دی. د ډاکټر غني په نظر په افغان ولس کې منفي ليدلوری ځکه منځ ته راغلی چې د دولت په کچه عدالت او مشروعيت ته پاملرنه نه ده شوې. غني د عدالت او مشروعيت په برخه کې ناکامېدل د رياست د ناکامېدلو له کليدي عواملو ګڼي. خو عدالت او مشروعيت په يوه ورځ پلي کېدونکي فرضيتونه نه دي بلکې ددې د پلي کېدلو ادارو له يو لړ ټولنيزو، اقتصادي، سيمه ايزو او نړېوالو ګواښونو سره هم مخامخ وي، حقيقت دا دی چې افغانستان له يوه اوږده او تباه کن جنګ څخه لا په بشپړه توګه راوتلی نه دی، دا خبره تر ډېره حده سمه ده چې د نړېوالو د ډېرو مرستو باوجود هغومره کار ونه شو څومره چې پکار و خو دا به هم له پامه نه غورځوو چې په افغانستان کې که له يوې خوا د طالب واکمنۍ له ړنګولو پس له صفره څخه کار پېل شوی و، کاري تجربه نه وه، خلک تازه تازه له دولتي، سياسي او جمهوري نظام سره اشنا کېدل نو بل خوا ټول هيواد او د هيواد نظام د ترهګرو له ګوزار سره مخامخ پاتې و. دا يو معذرت خواهانه دليل نه بلکې يو ډېر څرګند حقيقت دی چې نړيواله ټولنه تر اوسه په دې کې بريالۍ شوې نه ده چې د هغه چا لاسونه وتړي څوک چې افغانستان وران ليدل غواړي يا په افغانستان کې طالبان ليدل غواړي.
د ډاکټر اشرف غني دولت ته به هم تر ټولو لوی چېلنج دا وي چې په څه ډول د هغه چا مخنيوی وکړي چې رول يې د افغانستان د تاريخي دښمن پاته شوی، د ډيوريڼد پر کرښه روانې کندې او خندقونه په اصل کې په افغانستان کې نوی جوړېدونکی دولت ګواښل دي او هم پښتنو قام پرستانو ته دا پېغام ورکول دي چې په پاکستان کې دننه د شراکت دارۍ د سياست په نتيجه کې به بالاخر د وحدت فکر هم دې کندو ته ورلاهو کول وي.
د قانون د واکمنۍ، پياوړې جهموري او عادلانه حکومتولۍ، د ملي، اقتصادي او فرهنګي شتمنيو د په کار راوړلو تر څنګ، ډاکټر اشرف غني د رياست د عمومي نظريې د وړاندي کولو په ترڅ کې د ټولنيزو پاليسيو پر ارزښت هم ډېر زور راوړي. په خپل يو ډېر مهم کتاب (Fixing Failed States) کې اشرف غني له خپل ملګري ليکوال کلارې لوکهارټ سره د ټولنيزو پاليسيو په مرسته د وګړو د حقوقو د متعين کولو ذکر د رياست د يو اساسي کار په توګه کوي. هغه داسې چې تجربې ثابته کړې چې د يو رياست د ثبات او سوکالۍ لپاره مهمه ده چې د وګړو د حقونو تخليق د داسې ټولنيزو پاليسيو په مرسته کېدی شي چې تر لساني، نسلي، طبقاتي، جنسياتي او مذهبي کرښو بره کار کوي. کله چې رياست د مساوي زمينو د مساعدولو لپاره ټولنيزې پاليسۍ په کار راوړي نو ټولنيز جوړښت يو ډول د يووالي احساس ته وده ورکوي او پر شريک سرنوشت باندې د خلکو شريک باور زياتوي. دا باور هغه پاشلي شناختونه کموي چې د واک ادارې ته خنډ وي. ټولنيزه پاليسي يو رياست له يوې ادارې څخه د شريک احساس او عمل په ټولنه بدلوي څه ته چې قامي رياست وايي. هم دلته محکوم انسانان په وګړو يا ښهريانو بدلېږي.
هم دا سوچ او فکر و چې په افغانستان کې يې د ملي يووالي حکومت ممکن وګرځاوه. هېره دې نه وي چې ددې ډول هراړخيز ټولنيز حکومت لپاره زمکه په تېرو ديارلسو کلونو کې د ښاغلي حامد کرزي په واکمنۍ کې تياره کړل شوې وه. په دې ټول مثبت عمل کې د ښاغلي کرزي د رول بايد چې درناوی وشي او بايد تسليم کړل شي چې د ملي يووالي د حکومت پر سر موافقې ته ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله هم بالاخر د ښاغلي کرزي په مشوره ورسېدل.
ولسمشر اشرف غني ته په مخ کې لوی خنډونه پراته دي، د افغانانو لويې هيلې له دې سړي سره تړلي دي، ډاکټر ته به ډېره زر ثابته شي چې د دانشورۍ او ولسمشرۍ تر منځ يو لوی واټن پروت وي، په عملي ډګر کې د ولسمشرۍ دانشوري يوه ډېره بدله دانشوري وي، اشرف غني ډاکټر چې خپل دانش د کاغذ له پاڼو د افغان ولس خړو پړو کوڅو ته انتقالوي نو تر يو ډېره لويه خواري او سرخوږي به تېرېږي خو څنګه چې د ملي يووالي د حکومت فطرت او رويه وي په هم هغه رڼا کې به هغه دا خواري او سرخوږي د ټول ولس په مرسته ځان ته آسانوي هم او ددې خوارۍ او سرخوږۍ ميوه به ټول ولس ته رسوي هم. ډاکټر غني هر وخت په دې نظر پاتې شوی و چې افغانستان په فطري توګه يو غريب هيواد نه دی بلکې واکمنانو غريب ساتلی دی، دا يو ډېر شمتمن هيواد دی، اوس به ګورو چې هغه په دې شتمنيو افغان ولس څومره په نس موړ، په تن پټ، سوکاله او سوله ايز ساتلی شي. له ډاکټر غني سره زموږ د يو غني افغانستان هيله تړلې ده، موږ اوس د يو غني افغانستان په هيله يو.
(دا ليکنه د “پښتون” مجلې د اکتوبر ۲۰۱۴م په ګڼه کې خپره شوې ده)
Twitter: @khanzamankakar