اسلام اباد :پژواک دخبرله مخې په پاکستان کې د افغانستان سفير وايي، د کابل- واشنګټن ترمنځ امنيتي تړون چې له مخې يې په افغانستان کې تر ٢٠١٤ کال وروسته نړيوال سرتېري پاتې کېږي، هېڅ ګاونډي هېواد ته خطر نه پېښوي.جانان موسى زى په اسلام کې د افغانستان- پاکستان- چين ترمنځ دوه ورځنۍ درې اړخيزې ناستې ته په خبرو کې دواړه هېوادونه وهڅول چې له طالبانو سره د افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ وکړي.په دغه ناسته کې د درېيو هېوادونو ځينو کارپوهانو، ديپلوماتانو او وتليو متخصصو څېرو برخه اخيستې وه، ترڅو پر ستراتيژيکو مسايلو سره خبرې وکړي او له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د سيمه ييزو همکاريو يوه تګلاره ولټوي.موسى زي په خپلو خبرو کې وويل: “زموږ د ملي ستراتيژي يو کليدي عنصر دا دى، چې د افغانانو په مشرۍ له وسله والو مخالفينو سره د مخامخ خبرو او عادي ژوند ته د هغوى د بېرته ستنولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.”افغان سفير زياته کړه چې له امريکا او ناټو سره د افغانستان امنيتي تړون د افغانانو په ګټه دى او دا “ملګرتيا هېڅ ګاونډي هېواد ته خطر نه متوجه کوي.”د پاکستاني ورځپاڼې ټرېبيون د راپور له مخې، دا دوه ورځنۍ ناسته د پاکستان- چين انسټيټيوټ له خوا جوړه شوې وه.په اسلام اباد کې د چين سفير سان ويدونګ، په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د درېيو هېوادونو ترمنځ همکاري د سيمې په ګټه دى.دده په خبره، د درېيو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا لپاره دوه اړخيز اعتماد رامنځته کول او دوستانه مشورې بايد پراختيا ومومي.افغانستان د تلې په اتمه نېټه له امریکا او ناټو سره دوه امنیتي تړونونه لاسلیک کړل.که څه هم په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي او ناټو هېوادونو سرتېرو کره شمېر نه دی معلوم ، خو ويل کېږي شاوخوا ۱۰زره سرتېري پاتې شي.