کور / تازه خبرونه / په پېښورکې د افغان کلتوري جشن غونډه پاى ته ورسيده

په پېښورکې د افغان کلتوري جشن غونډه پاى ته ورسيده

پېښور:دشنبې په ورځ د پيښور په نشترهال کې لروبرو پښتنوله خوا د افغان کلتور نړيوالې ورځې په وياړ دوه ورځنۍ غونډه وشوه اويکشنبې په ورځ ماسخوتن پاى ته ورسيده دغه غونډه دپاک_افغان ولسي تړون له خوارابلل شوې وه اؤ دملي اتڼونو ،مشاعرو، ټنگ ټکور، اؤ کلتوري توکو نندارتون پرانستل شوى وو . د د افغان کلتور نړيوالې ورځې غونډه د خيبرپښتونخوا د حکومت په استازيتوب دگرځندوى (سيلگرۍ) ايالتي وزيرامجد اپريدي د پټۍ په پرې کولو سره پرانسته خو ورسره دعوامي نيشنل گوند مرکزي مشر مياافتخارحسين او پارليماني مشر سردار حسين بابک هم ملتيا کوله .پردغه مهال غونډې ته پخپله وينا کې د عوامي نيشنل گوند مرکزي مرستيال مياافتخارحسين وويل( دخوښۍ ځايې دى چې نن د ډيورنډ د کرښې ددواړو غاړو پښتانه په داسې حال کې د خپل کلتور ورځ نمانځي چې نړۍ ته ددوئ د خراب عکس ښودلو هڅې کيږي.ميا افتخار حسين وويل په دې کلتوري غونډه کې د ډيورنډ د دواړو غاړو د پښتنو گډون دنيا ته ښايي چې پښتانه که هرڅو په برخو ويشل شوي خو ددوئ گډ کلتور هيڅوک نۀ شي ويشلى ځکه نن دافغانستان څخه وروسته دادى په پيښور کې پښتانه د خپل کلتور ورځې نمانځلو ته ناست دي.هغه وويل په نزدې موده کې مونږ وليدل چې د پښتنو دښمنانو که چرته زمونږ حجره جومات پرې نه ښودل ،بچي يې راته ووژل ، ښوونځي يې راته په بمونو والوځول نو هلته د هيچا څخه پټه نه ده چې دغو دښمنانو د پښتون کلتور ختمولو هم پوره پوره هڅې وکړې خو دا توان د پښتنو په کلتورکې شته چې ځان يې په هرډول کړکيچونو حالاتو کې ژوندى ساتلى.ميا افتخار حسين وويل نن چې مونږ په کوم نشترهال کې ناست يو ترڅه مودې وړاندې د پيښور ددې يواځيني کلتوري مرکز دروازې تړل شوې وې اؤ چاته يې اجازه نه ورکول کيده چې دلته کلتوري هلې ځلې وکړي .خو دهغۀ په وينا”کله چې بيا صوبه کې د عوامي نيشنل گوند حکومت راغلو نو دنشترهال د دروازو قلفونه يې مات کړل اؤ داقلفونه په اصل کې د ظلم جبراؤ تيارو غرونه ماتول وؤ”هغه وويل مونږ دخپل کلتور د پاللو دپاره درنې قربانۍ ورکړې ، په جنازو اوچتولو ستړي شو خو دا قرباني په اصل کې د قام دپاره وه اؤ دخپل قام دپاره کۀ دغسې په لکونو نورې قربانۍ هم وي نو مخ به ترې ستون نۀ کړو.دپروگرام مشرميلمه اؤ استازيتوب دگرځندوى (سيلگرۍ) ايالتي وزيرامجد اپريدي وويل صوبايي حکومت ځان دپاره دا د وياړ گڼي چې د يو داسې پروگرام کوربه دى چې مقصد يې دنيا ته د پښتون کلتور اصل مخ ښودل دي.هغه وويل پښتانه د ډيورنډ د پولې پورې غاړه ژوند کوي کۀ راپورې ټول يو خلک دي اؤ په دې خبره يوه خوله دي دي چې حالات اؤ واقعات ترې خپل کلتور اؤ دود نه شي هيرولى .نوموړي وويل په موجوده حالاتو کې تر ټولو لويه اړتيا دې ته ليدل کيږي چې پښتون قام بايد د خپل غني کلتور له لارې نړۍ ته وښايي چې پښتانه د جنگونو او تندلاريتوب څخه کرکه او د امن سره مينه لري ، څرنگه چې پښتون کلتور هم دامن څخه عبارت دى ځکه نو دغه کلتور په ودې ورکولو مونږ دامن ځواکمنتيا کې کردار اداکولى شو.دغې دوه ورځنۍ کلتوري ورځې پروياړ دکلتوري توکي نندارې ته وړاندې شوي وو غونډې ته نامتو شاعر اباسين يوسفزي ، ليکوال نورالامين يوسفزي،زاهده پروين ،پروهش شاهين، ډاکټرصلاح الدين ،سعيد احمد سعيد، غوث حکيمي او دخېبرپښتونخوا اطلاعاتو وزيرشاه فرمان دپښتو په کلتوري هڅو خبرې وکړي په دې وخت د پښتو ددويزهموسيقۍ وغږول شوه اوځوانانو په خپلودويزو جامو کې ملي اتڼونه وکړل .د دغه دوه ورځنۍ عونډه پر مشاعرې او کانسرت پاى ته ورسيده