دلوګر مدني ټولني دهغو معلوماتو لمخي چي ددوي په لاس ورغلي دي پدي معلوماتوکي د بيکاري د کچي ۴ مهم لاملونه دي چي پدي ولايت کي يي د بيکاري کچه يوپه دوه کړي ده.
۱: دلوګر په يوشميرسيموکي ناامني اواوږده جګړه
۲:دزراعتي محصولاتو لپاره د بازارنه موندنه
۳ :په لوګرولايتي اداروکي پراخ اداري فساد
۴:له تيرو څو کلونوراهيسي دبنسټيزکارو کارونونه ترسره کونه
دا پنځه واړه هغه مهم لاملونه دي چي پدي ولايت کي يي د بيکاري کچه ډيره کړي او ډيري ځوانان دامهال د بيکاري ددغه ستونزو له امله داسي کارونو ته مخه کوي چي هم کورني او هم ټولنه په بدبختيوکي اچوي
دلوګرمدني ټولني دهغه څيړنو له مخي چي دوي دګروپي کارونو له امله پدي ولايت کي ترسره کړي ددوي د څيړنو پايلي داوښوده چي دلوګرجګړه د بيکاري يو لوي لامل دي
که په لوګرکي د ځوانانو لپاره د کارموندنه وه سي ښايي پدي ولايت کي د جګړو کرښي کي ناستوکسانو شميره کمه او جګړي هم کمي کړاي شي.
لوګر يو زارعتي ولايت دي نو د زراعتي محصولاتو لپاره د مارکيټ نه شتون بله هغه لويه ننګونه ده چي ددي ولايت کرونده ګر او اوسيدونکي ورسره لاس او ګريوان دي.
هرکال لوګرکي دهقانان لسګونه زره افغاني پرخپلو کښتونولګوي ترڅو حاصلات يي ښه وه اوسي خو د مارکيټ نه شتون هغه څه وي چي دوي له لا نوروستونزو سره لاس او ګريوان کړي
په ولايتي اداري کي فسادبیا بله هغه لويه ستونزه ده چي ددي ولايت خلګ ورسره لاس او ګريوان دي نو همدغه ستونزي هغه څه دي چي ددي ولايت اوسيدونکي يي له سختو ننګونو سره مخ کړي دي
د بنسټيزو کارونو نه شتون هغم هغه څه وه چي پدي ولايت د ځوانانو لپاره د کارزميني نه برابريدني دي ته لاره هواره کړه چي ډيري ځوانان يي د بيکاري له سختو ستونزو سره مخ او هغوي يي اړکړل چي په غيري قانوني کړنو لاس پوري کړي .
دلوګرمدني ټولنه پرولايتي اداري او مرکزي دولت غږ کوي چي په لوګرکي د ي د خلګو لپاره د کارزمينه برابره کړي ترڅو پدي ولايت کي د جګړودمخنيوي ترڅنګ د بيکاري کچه راټيټه کړاي شي
که چيري پدي ولايت کي د بيکاري کچه راټيټه کړاي شي ښايي په لوګرکي د جګړي کرښه هم سړه وساتل شي او دغه ستونزه چي اوس پدي ولايت کي شته ښايي ترډيره کابو کړاي شي.