پېښور: دبي بي سي د خبرله مخې په مومندو ایجنسۍ کې مېرمنواو ماشومانو د امنیتي ځواکونو لخوا پر کورونو د چاپو اچولو ضد لاریون کړی ځاياوسېدونکي وايي، د مومندو ایجنسي حلیم زیو سیمې په دربه خیلو کې لسګونهمېرمنې د امنیتي ځواکونو لخوا پر کورونو د چاپې اچولو او ( بې ګناه خلکو دنیولو پر خلاف) مومندو، باجوړ سیمو تر منځ سړک ته راووتې او لاریون یې پیلکړ.لاریون کوونکو د سیمې مرکزي سړک د هر ډول تګ راتګ لپاره وتاړه.مېرمنو او ماشومانو تر دریو ساعتونو پورې لاریون تهدوام ورکړ او په دې دریو ساعتونو کې مرکز ته د ګاډو تګ را تګ په ټپه ولاړوو.دوی وايي، لاریون کوونکو غوښتنه درلوده چې دوې ورځې مخکې امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي کسان باید ژر تر ژره خوشي شي.دویوايي، کله چې سیاسي چارواکو لخوا دوی ته ډاډ ورکړل شو، مېرمنو او ماشومانولاریون پای ته ورساوه او وروسته له هغه د مومندو باجوړ لاره د ترافیکو پرمخ پرانیستله شوه.