تيره ورځ په ميدان وردګو ولايت کې دوسله والو طالبانو لخوا دبهرنيو اودولتي ځواکونو پرکاروانونو باندې بريدونه شوي چې وسله وال طالبان بهرنيانو اودولتي پوسرتيرو ته دمرګ ژوبلې ادعاوي کوي .
دوسله والو طالبانووياند ذبيح الله مجاهد له يوه ناڅرګند ځاي څخه دټليفون په کرښه وويل چې لومړۍ سهار وختي اته بجې مهال ددرانيو په سيمه کې دبهرنيانو يوټانګ په ماين والوزاوه چې په کې دسپرو کسانو سره يوځاي لمنځه لاړ .
هغه وويل چې ددغه ټانګ ټوټي اوپه کې وژل شويو سرتيرو جسدونه دچورلکوپه واسطه انتقال شو ل.
مجاهد ددې ترڅنګ په جلريز اوسيداباد کې هم دجګړو اوپه کې بهرنيانوته ددرنو زيانونوداړوولو ادعاوکړه .
هغه وويل چې په دې بريد کې دبهرنيانو يوټان اوددولتي سرتيرو يوموټريې په کې دسپرو کسانو سره لمنځه وړي دي .
هغه داهم وويل چې ددې ترڅنګ يي دسيداباد دسالارو په سيمه کې دکمپاين څلور لوي موټر هم له منځه وړي دي چې اوس هم په سيمه کې پراته دي .
هغه وويل چې سهار اته بجې يې دسارو په سيمه په بهرنيانو اودولتي ځواکونو بريدونه پيل کړل اوترنيږدې يونيمي بجې پورې يې دوام وکړ .
هغه داهم ويل چې په دې جګړه کې ددوي ملګروته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتي .
مجاهد ويل چې دجلريز ولسوالۍ دشهيدانو په سيمه کې يې دوه موټر لمنځه وړي اولس سرتير يي په کې لمنځه وړي دي .
دميدان وردګو ولايت امنيه قوماندان جنرال مظفر الدين بريدونه مني خو دطالبانو لخوا دادعاشويو تلفاتو په اړه مخالف نظر لري .
جنرال وويل چې ددرانيو په سيمه کې يې ماين په بهرنيانو چاودلي ولي دوي يي دتلفاتو په اړه څه معلومات نه لري ..
هغه دجلريز ولسوالۍ کې دوسله والو لخوا بريد تايد کړ خو ويل يې چې له يوه کوره يې ددوي په کاروان بريد وکړ چې بيا دايتلاف قواو هغه کور په راکټو نو له الوتکو وويشت .
هغه داهم ويل چې دسالارو په سيمه کې يې دفرانسويانو په ځواکونو بريد کړي اوهغوي هم بريد پريکر ولي کوم زيانه يي نه دي اړولي .
هغه وويل چې يوازي يودکمپاين موټر يې لمنځه وړي دي چې هغه هم دماين په واسطه الوزول شوي دي .
خو په سيمه کې عيني شاهدان بيا وايي چي نيږدې شپږ ساعته جګړه وشوه او دپنځو ساعتونو لپاره دکابل کندهار لويه لار دسالارو په سيمه کې بنده وه .