کور / تازه خبرونه / ولسمشر غني د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې له غړو سره وکتل

ولسمشر غني د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې له غړو سره وکتل

د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي، پرون ماښام د کابل ښار د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې له رئیس او غړو سره په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې د کابل ښار د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې رئیس خان محمد ” باز” له قانوني لارې د پیسو د لېږد او را لېږد لپاره د امریکا له معتبرو بانکونو سره د افغانستان د دولتي او خصوصي بانکونو د اړیکو د ټینګښت او د ملي سوداګرو د امنیتي ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د کابل ښار د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته، هغوی ته ډاډ ورکړ چې په هېواد کې د بانکوالۍ په چاروکې د سمون او د امریکا له معتبرو بانکونو سره د افغانستان د بانکونو د اړیکو د ټینګښت لپاره به په مهمو اقداماتو لاس پورې کړي.

جمهور رئیس احمدزي په افغانستان کې د پانګې اچونې او اقتصادي پرمختګ لپاره د امنیت ټینګښت د ملي وحدت د حکومت تر ټولو مهم لومړیتوب وباله، وې ویل چې په هېواد او په ځانګړي ډول په کابل کې یې د امنیتي حالت د ښه والي لپاره یو لړ ځانګړي پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي دي.